د ننګرهار کانال ریاست: په څه باندې اته زره جریبه ځمکه هندواڼې او خټکي کرل شوي دي
د ننګرهار دکانال ریاست چارواکي وایي، چې ددې ریاست اړوند په ۸۰۳۸ جریبه ځمکه هندواڼې او خټکي کرل شوي دي.
دغه هندواڼې آو خټکي اجاره دارانو له خوا کرل شوي دي، چې ۳۷۰۸ جریبه یې هندواڼې او ۴۳۳۰ جریبه یې خټکي دي.
ددغو کروندو کرکېله په دې ولایت کې د هندواڼو او خټکیو د کرکیلې دودول او په ټوله کې د بزګرانو اقتصادي ودې ته زمینه برابرول او خلکو ته دکار زمینې برابرول دي.
