د زابل د ځمکي غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو کمېټې کړنې
۷ وری ۱۴۰۲ه.ش
۵ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۴ ه.ق
د زابل ولایت د امارتي ځمکو د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېټې غړي او د غزني ولایت د غصب مخنیوي او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو کمېټې غړو ته دمرکزي کمیسیون له خوا د غزني او زابل لایتونو د سرحد معلومولو په پار دنده سپارل شوې وه، چې د یاد کمېټو غړو د غزني او زابل ولایتونو د سرحد معلومولو په پار د یادو ولایتونو سرحدي سیمو ته سفر وکړ.
ددې سفر په ترڅ کې د یادو ولایتونو د ځمکې غصب او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو کمېټې غړو ترمنځ په سیمه کې غونډه جوړه شوه او په ترڅ کې یې د «G.P.S» له لارې د دواړو ولایتونو سرحدي نقشه وټاکل شوه.
د چارواکو په خبره د راتلونکو کړنو ترسره کولو په پآر د یادو کړنو ټول راپور مرکزي کمیسیون سره شریک کېږي.
