ننګرهار کې د دولتي ځمکو د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو تخنیکي پلاوي غونډه

mail-admin
Mon, Mar 27 2023 9:19 AM
ننګرهار کې د دولتي ځمکو د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو تخنیکي پلاوي غونډه

۷ وری ۱۴۰۲ه‍.ش
۵ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۴ ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د امارتي، سلطانې، مرعي او وقفي ځمکو د غصب څخه د بېرته راګرځولو تخنيکي پلاوی ددې ولایت  د کرنې ادارې او د تخنیکي پلاوی رییس مولوی عبدالستار محمد په مشرۍ خپله نوبتې غونډه تر سره کړه.
د غونډې په پیل کې، د ننګرهار دکرنې رییس مولوی عبدالستار محمد لخوا ننګرهار ولایت ته د افغانستان د امارتي، سلطاني، مرعي او وقفي ځمکو د غصب څخه د بېرته راګرځولو کمیسون د مشرتابه د راتګ او عملي کارونو ترسره کولو او ولایتي تخنیکي پلاوي مسؤلینو ته د غصب د مخنیوې د موضوع پوره څېړنې او د دوسیو ترتیب او مرکزي کمیسون ته د لېږلو په اړه هدایات د تخنیکې پلاوي غړو سره په غونډه کې شریک کړل. 
محمد همداراز د مشرتابه د هدایاتو د پلي کولو په خاطر د قضایا امارت مسؤلینو ته د یو منظم اجرایوی پلان جوړولو په موخه سپارښتنې وکړې، او زیاته یي کړه تر څو د پلان له مخې خپل کارونه چټک او د غاصبینو دوسیې ترتیب او د عملي کولو په موخه مرکزي کمیسون ته واستول شي. 
وروسته د تخنیکې پلاوي مسؤلینو د  جلال آباد ښار څلورمې ناحیې اړوند د انګورباغ سیمه کې د ښاروالۍ په  غصب شوو سیمو کې چې د غاصبینو لخوا پکې کورونه جوړ شوي د کورونو د تخلیي خبردارۍ هم ورکړل شو.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS