د زمینداور کانال او موسی کلا د بند رغولو چارو د ارزونې په موخه د چارواکو ناسته 

mail-admin
Mon, Mar 27 2023 9:16 AM
د زمینداور کانال او موسی کلا د بند رغولو چارو د ارزونې په موخه د چارواکو ناسته 

دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبو د پراختیا او ترویج رییس مولوي زین الدین حسام  په مشرۍ ګډ پلاوی هلمند ته د سفر په ترڅ کې ددې ولایت دکرنې رییس او یوشمېر نورو چارواکو سره د زمینداور کانال او موسی کلا د بند رغولو چارو د ارزونې په موخه غونډه دائره کړه. 
یاد پلاوي هلمند ته د خپل سفر موخه او هدف تشریح کړ او وې ویل چې« : د هېواد د اقتصادي شورا مرستیال په حکم ټاکل شوې ده د هلمند ولایت د زمینداور کانال او موسی کلا د بند رغولو چارې چې سروې یې مخکې تر سره شوي دي و ارزوي او په اړه یې لازم اجرائت ترسره کړي، همدارنګه په سیمه کې د کانونو څېړل او د اوبو د کمښت په اړه پر بدیلو لارو چارو غور کول یي د کاري سفر لومړیتوبونه دي».
د هلمند ولایت  کرنې رییس مولوي نظرمحمد صدیقي  راغلي پلاوي ته هر کلی ووایه او خوښي یې وښوده چې د هلمند په ولایت کې پر مهمو او بنیادي پروژو کار کېږي ترڅو ددې ولایت ځمکوال او ولسونه د ځان بسیاینې پر لور وخوځيږي.
ښاغلي صدیقي راغلي پلاوي ته ډاډ ورکړ چې اداره او مسلکي پرسونل به یې ددوی د کارونو په پرمختګ کې لازمه مرسته او همکاري کوي .
ورپسې د هلمند ولایت سندیزې حوزې، معادن او چاپېریال ساتنې ادارو رئیسانو په وارسره راغلي پلاوي سره معلومات شریک کړل او له خپلو اړخونو یې د همکاریو ډاډ ورکړ.
د یادونې وړ ده، چې د زمینداور د کانال او موسی کلا د بند جوړېدو سره به د سیمې اوسیدونکو ته په بېلابېلو برخو لکه د خلکو د اوبو د اړتیاوو پوره کول، د اوبو له ضایع کېدو څخه مخنیوی، له سیلابونو څخه مخنیوي، د برېښنا تولید، د لا ډېرو شاړو ځمکو خړوبول او کرکیلې ته برابرول، څښاک پاکو اوبو ته د خلکو لاس رسی زیاتول او د خلکو د ژوندانه د ښه کولو په برخوکې به اسانتیاوې برابرې شي، همدارنګه د زمین‌داور د کانال او موسی کلا د بند اړوندو ځمکو ته پر وخت اوبو رسول د حاصلات د کچې د ډېروالي او د کیفیت د ښه والي لامل هم کېږي. ددې تر څنګ د دغو پروژو پلي کول به مثبتې سیمه ییزې او ملي پایلي ولري، د زمین‌داور د کانال او موسی کلا بند جوړول به ګڼ کاري فرصتونه برابر کړي، او نږدې ۲۵۰۰۰ هکتاره ځمکه خړوبه کړي.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS