د روزګان دهراود کې پر ۷۶۶ بزګرانو اصلاح شوې تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شول
د اروزګان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت د دهراود ولسوالی پر ۷۶۶ بزګرانو د وریجو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېشل شوي دي.
د چارواکو په خبره ددې مرستې په لړ کې د یادې ولسوالی پر ۷۶۶ بزګرانو پر هر بزګر ۲۰ کیلوګرامه توره سره، ۲۰ کیلوګرامه سپینه سره او ۱۰ کیلوګرامه د وریجو اصلاح شوي تخمونه وېشل شوي دي.
له دغو مرستو برخمن شوي بزګران خوښ، چې له دوی سره د یادو توکو مرستې شوي دي، دوی دکرنې وزارت له چارواکو غواړي، چې په نورو برخو کې هم له دوی سره مرستې وشي.
ددې مرستې موخه د بېوزله بزګرانو ملاتړ او په ټوله کې د کرنیزو محصولاتو زیاتوالی دی.
