نورستان کې د څارویو د پوستکي «لمپي سکین» نارغۍ پر وړاندې د واکسینو کمپاین پیل شوی
د نورستان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «FAO» په همکارۍ په دې ولایت کې د څارویو د پوستکي ناروغۍ «لمپي سکین LSD» د مخنیوي په پار د واکسین کمپاین پیل کړی دی.
د نورستان دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې یاد کمپاین د نورستان ولایت د مرکز په ګډون ددې ولایت په ۸ ولسوالیو کې د سیمه ییزو وټرنرانو پر مټ پلي کېږي، چې په ترڅ کې به یې ۱۰۸ زره غواوې او خوسکي واکسینېږي.
ددې پروګرام موخه د مالدارانو ملاتړ او د مالدارۍ سکټور ودې ته زمینه برابرول دي.
