د لغمان کرنې رياست کې سکټوري غونډه جوړه شوه

mail-admin
Sat, Mar 25 2023 11:28 AM
د لغمان کرنې رياست کې سکټوري غونډه جوړه شوه

۵ وری ۱۴۰۲ه‍.ش
۳ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۴ ه‍.ق
د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست کې د دولتي او غير دولتي مؤسساتو د استازو په ګډون سکټوري غونډه جوړه شوه.
 د غونډې په پيل کې د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریيس الحاج مولوي محمد ولي محسن پرانستونکی وینا وکړه. 
ښاغلی محسن په خپلو خبرو کې:  "دغه غونډه د ښې همغږۍ  په موخه دهرې میاشتې په پای کې دائرېږي ترڅو ټول خدمات علی السویه، شفاف او دمتوازن انکشاف اصل په نظر کی نیولو سره ولس ته وړاندې شي او دتکراري خدماتو څخه پکې مخنیوی وشي."
 ښاغلی محسن دغیر دولتي موسساتو پر مسولینو غږ وکړ چې تاسو دپروژو په ډیزاین کی له موږ سره موضوعات شریک کړی ترڅو موږ تاسو ته د ولایت په کچه دکرنې سکتور حقیقي او واقیعي ستونزې شریکې کړو او دیادو پروژو دمنظورۍ په صورت کې به ولسونو ته ددوی اړتيا سره سم مؤثرې او با ارزښته پروژې پلی ترڅو دبزګرانو ستونزې حل شي.
د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رييس دخدماتو دترسره کولو پروسه کې داجناسو او خدماتو پر کیفیت ټینګار وکړ او زياته يې کړه: "دغیر معیاري خدماتو دترسره کولو په وړاندې به هیچاته اجازه ورنکړو چی د کرنې په سکټور کې دتعامل او طرزالعمل خلاف کړنې ترسره کړي."
په دې غونډه کې دغه راز ټولو برخوالو په ترتیب سره دخپلو ترسره شویو فعالیتونو اولاسته راړونو  معلومات وړاندې کړل.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS