د ننګرهار شېرزاد کې ۱۴۵ جريبه ځمکه امارتي تثبيت  او غصب څخه خلاصه شوه

mail-admin
Sat, Mar 25 2023 11:22 AM
د ننګرهار شېرزاد کې ۱۴۵ جريبه ځمکه امارتي تثبيت  او غصب څخه خلاصه شوه

۵ وری ۱۴۰۲ه‍.ش
۳ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۴ ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د امارتي، سلطاني، مرعي او وقفي ځمکو د غصب څخه د بېرته راګرځولو تخنیکي پلاوی د مشرتابه په لارښونه د شېرزاد ولسوالی د حج اوقافو، اراضي او عشر زکات چارواکو د يادې ولسوالی د امنیه قومندان په مشرۍ د ذکر شوي ولسوالی د ماماخېلو په کلی کې ۲۵ جریبه او د ماماخېلو او مرکیخېلو  تر منځ څمکنې مورګو په سيمه کې ۱۲۰ جریبه غصب شوي امارتي ځمکه چې د څو لسیزو راپدیخوا د ځايي خلکو لخوا غصب شوې وه، د کدستري نقشو له مخې تثبیت، د ودانیزو چارو مخنیوي او د غصب څخه خلاصه کړه. 
د شیرزادو ولسوالی د عشر او زکات مسؤل شیخ اسامه وويل، چې د امارتي ځمکو د غصب د مخنیوی او بیرته راګرځولو په اړه د امیرالمومنین حفظ الله د فرمان په پلي کولو کې ژمن دي او هیچاته به اجازه ورنکړي چې امارتي ځمکې غصب کړي.
د يادولو ده، چې د ا.ا.ا تر بيا واکمنېدو وروسته ننګرهار کې د زرګونه جريبه امارتي ځمکو د غصب مخه نيول شوی او ډېرې ځمکې له غصب څخه خلاصه شوې ده.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS