د بلخ په نندارتون کې دکرنې وزارت د خصوصي سکټور د پراختيا رييس ګډون

mail-admin
Tue, Mar 21 2023 10:08 AM
د بلخ په نندارتون کې دکرنې وزارت د خصوصي سکټور د پراختيا رييس ګډون

 د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د خصوصي سکټور د پراختيا رييس مولوی شمس الله محمد دکرنې وزارت په استازيتوب د بلخ په ولايت کې د افغانستان عالي دی تر عنوان لاندې په نندارتون کې ګډون وکړ.
د کرنې وزارت د خصوصي سکټور د پراختيا رييس ددې نندارتون په پرانيست غونډه کې د خصوصي سکټور دملاتړ او دکرنې او مالدارۍ محصولاتو ته د بازارموندنې په پار دکرنې وزارت پر برنامو خبرې وکړې او د کورنيو توليداتو د ملاتړ په پار د داسې نندارتونونو دائرول اغېزناک ګام وبلل.
مولوی شمس الله محمد له خصوصي سکټور څخه د ملاتړ په موخه د کرنې وزارت د مشرتابه پر ژمنتيا خبرې وکړې او زياته يې کړه:"  د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د خصوصي سکټور د پياوړتيا او د کورنيو توليداتو د ملاتړ په پار ځانګړې برنامې لري، چې پانګوالو ته د پانګونې زمينه برابروي او دکرنې وزارت له خپل اړخ خڅه ټول هغه همکارۍ چې، ددې وزارت اړوند دي ترسره کوي يې".
دا نندارتون  د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ، د صنعت او سوداکرۍ او اقتصاد وزارتونو او دغه راز د بلخ ولايت د کانونو او صانيع خونې، صنعت او سوداګرۍ خونې او د افغانستان دکرنې او مالدارۍ خونې  په همغږۍ د کاپيسا باستان شرکت له خوا د افغانستان عالي دی تر عنوان لاندې د مزار په ښار کې دائره شوې وه.
دا په داسې حال کې ده، چې کرنيزو محصولاتو ته د بازار موندنې په پار موده مخکې  دکرنې وزارت له خوا  د ۱۴۰۱ام کال د کب له ۲۴ تر ۲۷ مې نېټې د کابل په بادام باغ کې دکرنيزو محصولاتو نندارتون دائره شوې وه.

رییس  انکشاف سکتور خصوصی وزارت زراعت در نمایشگاه بلخ اشتراک کرد 
مولوی شمس الله محمد رییس انکشاف سکتور خصوصی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به  نماینده گی از این وزارت در نمایشگاهی در بلخ تحت عنوان عالیست افغانیست شرکت کرد.
رییس انکشاف سکتور خصوصی در این نمایشگاه در مورد برنامه‌های وزارت زراعت به منظور حمایت از سکتور خصوصی و بازاریابی برای محصولات زراعتی و مالداری کشور صحبت نموده و برگزاری چنین نمایشگاه ها را به منظور حمایت از تولیدات داخلی موثر دانست.
مولوی شمس الله محمد در این نمایشگاه از تعهد رهبری وزارت زراعت به منظور حمایت از سکتور خصوصی یاد کرده افزود" وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به هدف تقویه سکتور خصوصی و حمایت از تولیدات داخلی برنامه های مشخصی دارد که زمینه را برای سرمایه گذاری سرمایه گذارن فراهم می سازد و هر نوع همکاری که مربوط وزرات زراعت می شود  را انجام می دهد".
این نمایشگاه توسط شرکت کاپیسا باستان به هماهنگی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، تجارت و صنعت، اقتصاد، اتاق صنایع معادن بلخ، اتاق تجارت و سرمایه گذاری و اتاق زراعت و مالداری افغانستان در شهر مزار تحت عنوان عالیست افغانیست برگزار گردیده بود.
این در حالی است که چندی قبل بزرگترین نمایشگاه محصولات زراعتی در بادام باغ کابل از 24 الی 27 حوت سال 1401  به هدف بازاریابی محصولات زراعتی از سوی وزارت زراعتبرگزار شده بود.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS