پروان کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو کمېټې کړنې

mail-admin
Tue, Mar 21 2023 10:06 AM
پروان کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو کمېټې کړنې

پروان کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو د تخنیکي پلاوي خپلې هلې ځلې ګړندي کړي دي.
ددغو هلو ځلو په ترڅ کې د کمېټي غړو د بګرام ولسوالۍ خم کلان سیمې د  اوګامتی  قوم د قطعې نمبر، مساحت موصوبه،حدود اربعه، شهرت غاضب، د آبادۍ ډول، د سیمې ډول او اوسنی قیمت یې معلوم کړ.، دا کړنه د اراضي ادارې کدستر فني غړو په هم کارې سره پر ۷۵ غاصبینو کورونو او کرنیزو کروندو باندې تر سره شو د تخنیکي ټیم له لوري د اوګامتی دوغ آباد نکاح خیلو  قوم ته دوه ډوله استعلامونه ورکړل شول، چې په یادو استعلامونو کې  د یاد قوم څخه د ځکمې د اسنادو او فعلي قیمت غوښتنه شوې وه.
او همدا راز یاد تخنیکي پلاوی ۴۱،۶۰۷ جریب ځمکه له غاصبینو نه  راوګرځول ول.
باید وویل شي، چې د پروان ولایت د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېټه تر دې دمه په دې ولایت کې د ډېرو ځمکو د غصب مخه نیولی او ترڅنګ یې ډېر غصب شوي ځمکې بېرته راګرځولي دي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS