د ننګرهار مهمند دره کې د نږدې ۷ میلیونه افغانیو په لګښت یوه پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

mail-admin
Sun, Mar 19 2023 3:32 PM
د ننګرهار مهمند دره کې د نږدې ۷ میلیونه افغانیو په لګښت یوه پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

۲۸ کب ۱۴۰۱ه‍.ش
۲۶ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۴ ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د ملګرو ملتونو د پرمختیایي پروګرام (UNDP) د آبادۍ پروژې په مالي او د «DRC» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ  د دې ولایت د مهمنددرې په ولسوالی کې د کروندي د اوبخور په موخه د اوبولګولو د یوې پروژې د رغولو چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د چارواکو په خبره ددې پروژې ټولیز لګښت ۶.۷میلیونه افغانۍ ده، چې په ترڅ کې یې د مهمنددرې ولسوالی د امنټل کلي کې د ۹۱ متره په اوږدوالي د اوبو سربند، دوه زره متره ویالې، ۳۰ متره استنادی دېوال، یو پلچک او د اوبو د کنټرول ۱۰ ورخونه  په اساسي ډول رغول شوي دي. 
 ددې پروژې په بشپړیدو سره ۱۱۰۰ جریبه کرنیزې ځمکې ته د ابوخور زمینه برابره شوې ده.
د چارواکو په خبره د یادې پروژې د پلي کولو په لړ کې ۱۹۷ ځآیي اوسیدونکو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه او له دې پروژې څخه زرګونه کورنۍ برخمنې شوي دي.
د ننګرهار دکرنې ریاست چارواکو قومي مشرانو ته سپارښتنه هم وکړه، او زیاته یي کړه چې د رغول شوو پروژو څخه باید په سمه توګه ساتنه او مراقبت وکړي.
یادو چارواکو خلکو ته ډاډ هم ورکړ چې د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مشرتابه هڅه کوي تر څو د همکارو برنامو او موسساتو پر مټ بزګرانو او مالدارانو سره ښي مرستې ترسره کړي، او د بشري مرستو تر څنګ پرمختیايي پروژی هم پلي کړي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS