لغمان کې پر یوشمېر بزګرانو د کیمیاوي سرو وېش لړۍ پیل شو

mail-admin
Sat, Mar 18 2023 11:54 AM
لغمان کې پر یوشمېر بزګرانو د کیمیاوي سرو وېش لړۍ پیل شو

۲۷ کب ۱۴۰۱ه‍.ش
۲۵ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۴ ه‍.ق
د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې (UNDP) په مالي او د «Roots of Peace» په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د مرکز مهترلام پر ۱۰۰ کروندګرو د کیمیاوي سرو د وېش لړۍ پیل کړی دی.
ددې مرستې وېش لړۍ د لغمان د کرنې، اوبولګولواومالدارۍ رییس الحاج مولوي محمدولي محسن په شتون کې، د لغمان مرکز اړوند شیرګړ سیمې څخه پیل شوه.
 د کیمیاوي سرو په وېش غونډه کې د لغمان دکرنې رییس مولوي محمدولي محسن وویل چې هر کروندګر ته په یو سهم کې50 کیلوګرامه ډی.ای.پي او 50  کیلو ګرامه سونا یوریا سره ورکول کېږي.
  ښاغلی محسن زیاته کړه، چې دهرسهم نیم لګښت دیادې مؤسسې له خوا او نیم لګښت په کروندګر ورکوي.  هغه وویل، چې ددې پروژې اساسي موخه دلغمان د سوداګرو هڅونه او تقویه کول دي، ترڅو سوداګر د کروندګرو حاصلات په وخت وپیري.
 ښاغلی محسن دا هم وویل، چې د یادې مؤسسې له خوا دپیازو سوداګرو ته اختیار ورکړ شوی، چې هغه کروندګرو ته کیمیاوي سرې ووېشي کوم چې کروندګر د پیازو حاصلات په خپلو سوداګرو پلوري.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS