کندز کې د لبنیاتو یوشمېر تولیدوونکي او پروسس کوونکي وروزل شول
۲۷ کب ۱۴۰۱ه.ش
۲۵ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۴ ه.ق
د کندز دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د «DAI» په همکارۍ د شمال ختیځ زون د لبنیاتو د کوچنیو تولیدوونکو او پروسس کوونکو د وړتیالوړونې په پار روزنیز پروګرام په لاره اچول شوې وه.
په دغه دوه ورځنۍ روزنیز پروګرام کې د شمال ختیځ زون د لبنیاتو د کوچنیو تولیدوونکو او پروسس کوونکو د وړتیالوړونې ترڅنګ پر دوی د لبنیاتو اړونده توکي هم ووېشل شول او د یاد توکو د کارونې اړوند دوی ته روزنه هم ورکړل شوی دی.
ددې پروګرام موخه د شمال ختیځ زون د لبنیاتو د کوچنیو تولیدوونکو او پروسس کوونکو د وړتیالوړونه او په ټوله کې خلکوته صحي لبنیات وړاندې کول دي.
