د لوګر کې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګر ځولو تخنیکي پلاوی غونډه  

mail-admin
Thu, Mar 16 2023 1:29 PM
د لوګر کې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګر ځولو تخنیکي پلاوی غونډه  

۲۵ کب ۱۴۰۱ه‍.ش
۲۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۴ ه‍.ق
د لوګر ولایت د غصب مخنیوی او د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو تخنیکي پلاوی خپله اوونیزه غونډه د دغې کمیټې د رییس په مشرۍ جوړه کړه.
دغه غونډه چې د لوګر ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په مقام کې جوړه شوې وه په کې پر بېلابېلو موضوعاتو دخبرو اترو تر څنګ لازم تصامیم ونیول شول، دخلکو عریضي، چې تخنیکی پلاوي ته عارض شوی وو او پکې یی له یاد پلاوي غوښتنه کړی وه چې ورته په غصب شوې ځمکه د کرکیلې لپاره د څاه کیندلو اجازه ورکړی، د ځمکو داجاری ورکولو، دلرګیو د خرڅلاو او شهرک ساحو دا هغه موضوعات دی چې پرې په ناسته کې بحث وشوه.
له ناستې وروسته تخنیکي پلاوي په ګډه د مرکز اړوند شهرک سیمې ته سفر وکړ، د سفر په لړ کې هغه برمې چی د ځینو خلکو له لورې په غصب شوو ځمکو درول شوې و، ړنګولو تر څنګ هغه بوټي چې په غصب شوی ځمکه تازه کرل شوی وو ووېستل او خلکو ته د غصب او غصب شویو ځمکو اړوند پوهاوی ورکړل شو.
د جلسې په پای کې داسی پریکړی وشوی، لومړۍ په دولتی ځمکی د څاګانو کیندل د عدلیی وزارت څخه د راستول لایحې له مخې تر امر ثانی په مکمله توګه بند دی، له سر غړونکو سره یی قانوني چلند کېږي، دویم هغه ځمکې چې دولتي تثبیت شي د ځمکو آمریت له لورې په اجاره ورکول کېږي، او دوسیې باید تعقیب شي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS