د لوګر خروار ولسوالی کې پر یوشمېر بڼوالو مثمر تصدیقي نیالګي ووېشل شول

mail-admin
Thu, Mar 16 2023 12:33 PM
د لوګر خروار ولسوالی کې پر یوشمېر بڼوالو مثمر تصدیقي نیالګي ووېشل شول

۲۵ کب ۱۴۰۱ه‍.ش
۲۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۴ ه‍.ق
د لوګر دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د سولې بنسټ مؤسسې په مالي همکارۍ ددې ولایت د خروار ولسوالی پر یوشمېر بڼوالو د ۷۰ جریبه ځمکو لپاره د بڼونو جوړولو په موخه دمېوو تصدیقي نیالګي وېشل شوي دي.
د یادو نیالګیو د وېش په موخه جوړه شوې غونډه کې د خروار  ولسوالی سرپرست مولوی شیرمحمد حبیب سربېره دلوګر د کرنې مدیریت مسؤولینو ګډون درلود.
په دې پروګرام کې دغه راز د اړوندو چارواکو له خوا بڼوالو ته د بڼونو جوړولو، نیالګیو اېښودولو او د بڼونو څارنې او ساتنې په هکله معلومات هم ورکړل شو.
په وېشل شویو نیالګیو کې دمڼو او بادامو نیالګي شامل وو چې هر بزګر ته له دوه نه تر پنځه جریبه بڼونه پرې احداث کېږي، او موخه یی د بڼوالۍ ترویج ښودل شوی دی.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS