هلمند کې د باراني اوبو مهار او د ناورونو رغولو په موخه د سیمې له مشرانو سره ناسته وشوه

mail-admin
Wed, Mar 15 2023 11:53 AM
هلمند کې د باراني اوبو مهار او د ناورونو رغولو په موخه د سیمې له مشرانو سره ناسته وشوه

د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هلو ځلو، د ډاکار مؤسسې په مالي همکارۍ، مخکې د ګڼو ناورونو سروې ترسره شوې ده او دامهال په  پلان کې ده ترڅو دیادو ناورونو له ډلې څخه ځینې مهم ناورونه وروسته له څو لسیزو څخه یوځل بیا ورغول شي. 
په همدې موخه د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د پلان او برنامو د همغږۍ عمومي مدیر انجنیر امان الله تسکین،  د علفچرونو مدیر انجنیر عبدالکافې، د اړونده مؤسسې مسؤلینو او د قلعه بست د سیمې له مشرانو او مخورو سره مشورتي ناسته ترسره شوه.  
ډاکار مؤسسه غواړي، چې د هلمند ولایت مرکزي  سیمې اړوند د ریګستان په سیمه  کې د باراني اوبو مهارولو په موخه ناور جوړکړي، چې مخکې یې دښورکي د  ناورانو سیمه سروې او  انتخاب شوې ده.
داچې دقلعه بست د سیمې ددو قومو ترمنځ پر انتخاب شوي سیمه د نظرونو اختلاف رامنځته شوی وو، نن ورځ ددواړو خواوو مشران راوغوښتل شول، غوښتنې او وړاندیزونه یې واورېدل شول چې وروسته به یې په اړه لازمه پرېکړه ووشي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS