کابل کې پر بڼوالو نږدې څلور زره مثمر نیالګي ووېشل شول

mail-admin
Wed, Mar 15 2023 11:19 AM
کابل کې پر بڼوالو نږدې څلور زره مثمر نیالګي ووېشل شول

دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کابل ولایت د بېلابېلو ولسوالیو پر یوشمېر بڼوالو د (مڼو او شفتالو) نږدې څلور زره مثمر نیالګي وېشلي دي.
ددغو نیالګیو د وېش لړۍ د کرنې پراختیا صندوق (ADF) په همکارۍ په دارالامان کې د کرنې وزارت د حیواني روغتیا لوی ریاست څخه پیل شوی دی.
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم چې ددغو نیالګیو په وېش غونډه کې یې ګډون کړی و وویل: «د بڼوالو او بزګرانو پر وړاندې زموږ مسوولیت دا دی، چې د دوی ستونزو ته رسېدنه ووشي، ترڅو دکرنې او بڼوالۍ له لارې پر ځان بسیاشي. د مثمرو نیالګیو وېشل خلک دې ته هڅوي، چې نیالګې کښېنوي او د خپل هېواد په سمسورتیا او زرغونتیا کې فعاله ونډه ولري.»
د کرنې د پراختیا وجهي صندوق (ASF) اجرایي رییس عبدالغفار غفاري وویل: «د کرنې د پراختیا وجهي صندوق ددې ترڅنګ چې بزګرانو ته پورونه ورکوي او د پور ورکونې لړۍ اسانوي پر یوشمېر بڼوالو نږد ې څلور زره مثمر نیالګي، چې په کې د مڼو او شفتالو نیالګي شامل دي وېشلي دي.
د کرنې د پراختیا وجهي صندوق (ADF) بزګرانو ته د پورونو ورکولو، د کیمیاي سرو او اصلاح شویو تخمونو وېشلو او بزګرانو ته د ماشینرۍ د چارو اسانتیا په پرخه کې فعالیت کوي.

نزدیک به چهارهزار نهال مثمر برای باغداران در ولایت کابل توزیع شد
وزارت زراعت، آبیاری و مالداری چهار هزار اصله نهال مثمر (سیب و شفتالو) را برای باغداران از ولسوالی‌های مختلف شهر کابل توزیع نموده است.
روند توزیع نهال‌های مثمر به‌ همکاری صندوق وجهی توسعه زراعت ADF در ریاست عمومی صحت حیوانی وزارت زراعت واقع دارالامان آغاز گردید.
مولوی صدراعظم معین زراعت و مالداری که در برنامه توزیع نهال‌ها اشتراک کرده بود گفت:« مسوولیت ما در قبال باغداران و زارعین این است تا به مشکلات شان رسیده‌گی شود تا از طریق زراعت و باغداری خود خودکفا شوند، توزیع نهال مثمر مردم را تشویق می‌سازد تا نهال غرس کنند و در سرسبزی وطن خویش سهم فعال داشته باشند».
عبدالغفار غفاری، رییس اجرایی صندوق وجهی توسعه زراعت یا (ADF) گفت:« صندوق وجهی توسعه زراعت در پهلوی قرضه‌دهی و سهل‌سازی پروسه قرضه‌دهی برای دهاقین برای باغداران چهارهزار اصله نهال مثمر که شامل سیب و شفتالو میباشد توزیع نموده است.
صندوق وجهی توسعه زراعت یا (ADF)، در بخش‌های قرضه‌دهی برای دهاقین، توزیع کود کیماوی، تخم اصلاح شده و تسهیل ماشینری برای دهاقین فعالیت می‌کند.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS