خوست کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو تخنیکي پلاوي غونډه 

mail-admin
Wed, Mar 15 2023 10:26 AM
خوست کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو تخنیکي پلاوي غونډه 

خوست کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو د تخنیکي پلاوي غونډه جوړه او پر بېلابېلو موضوعاتو هر اړخیزې خبرې وشوې.
ددې غونډې په ترڅ کې  صبريو ولسوالی د استخباراتو مدير سره د همدې ولسوالی په حجرو سیمه کې د ۲۸ جريبه ځمکې په هکله خبرې وشوې. دغه راز د تخنیکي پلاوي يو ګروپ د مرکز کاروان سراى او صحرا باغ سیمې ته ولاړ او په نوموړو سیمو کې يې د نوي تصرف څخه خلک په کلکه منع کړل او راتلونکي غونډې ته يې د موضوع په ارتباط د جر و بحٿ لپاره را وغوښتل. ددې ترڅنګ د تخنيکي پلاوي دویم ګروپ د خوست دکرنې رياست کې د مرکز اړوند لکڼو او خرڅينو منطقې هغه اوسيدونکو سره چې تيره هفته راغوښتل شوي وو ليدنه وکړه.
باید وویل شي، چې د ځمکو د غصب د مخنيوي کميټې تر دې دمه په خوست ولایت کې د ډېرو امارتي ځمکو د غصب مخنيوی کړی او د ټول ولايت په کچه د ځمکو د‌ غصب د مخنيوي او د‌ غصب شويو ځمکو د‌ بېرته ګرځولو په موخه يې د عملياتي پلان تطبيق جريان لري.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS