میدان وردګو ولایت کې پر یوشمېر بزګرانو د حبوباتو تخمونه ووېشل شول
۲۳ کب ۱۴۰۱ه.ش
۲۱ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۴ ه.ق
د میدان وردګو ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د «DAI Global» شرکت په مرسته ددې ولایت د نرخ ولسوالی پر ۳۰۰ بزګرانو د حبوباتو اصلاح شوي تخمونه وېشلي دي.
په دغو وېشل شویو تخمونو کې د لبیا، پینج انپي دال او سویابینو تخمونه شامل دي.
د چارواکو په خبره د دغو تخمونو ترڅنګ پر یادو بزګرانو کیمیاوي سرې هم وېشل شوي دي.
ددغو مرستو موخه د بزګرانو ملاتړ او په ټوله کې په دې ولسوالی کې د حبوباتو کرکیلي پراختیا او د تولید زیاتوالی دی.
