میدان وردګو ولایت کې د افغانستان د راتلونکو نسلونو پروژې کړنې

mail-admin
Tue, Mar 14 2023 9:52 AM
میدان وردګو ولایت کې د افغانستان د راتلونکو نسلونو پروژې کړنې

۲۳ کب ۱۴۰۱ه‍.ش
۲۱ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۴ ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې د افغانستان راتلونکو نسلونو «FGA» مؤسسې ددې ولایت په بېلابېل ولسوالیو او سیمو کې دغېزناکې کړنې ترسره کړي دي.
د چارواکو په خبره د افغانستان راتلونکو نسلونو «FGA» مؤسسه د سیدآباد او جغتو ولسوالیو کې پر ۶۰۰ بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه وېشلي او ترڅنګ یې دوی ته د غنمو کرکیلې په برخه کې روزنه هم ورکړي دي. دغه راز یاد مؤسسه د سید آباد او جغتو ولسوالیو کې ۳۶۰ مالدارانو سره د څارویو د خوراکي توکو او د چنجیو ضد درملو مرستې هم کړي دي او ترڅنګ یې یادو کورنیو ته د مالدارۍ په برخه کې روزنیز پروګرامونه هم په لاره اچولي دي.
همداراز د افغانستان راتلونکو نسلونو «FGA» مؤسسه د بېوزلو او کونډو مېرمنو د اقتصادي ملاتړ په پار پر ۲۰۰ بې وزله مېرمنو د هګیو چرګان وېشل دي، چې ددې برنامې په ترڅ کې د سید آباد په ولسوالی کې پر ۱۰۰ بې وزله مېرمنو او د جغتو ولسوالی کې هم ۱۰۰ بې وزله ښځو ته د هګیو چرګان وېشلي دي او ترڅنګ یې دوی ته د چرګانو روزنې اړوند روزنیز پروګرامونه هم دائره کړي دي.
د یادو فعالیتونو ترڅنګ د افغانستان راتلونکو نسلونو «FGA» مؤسسه یوشمېر خلکو ته د کار په بدل کې د نغدو پیسو د وېش زمینه هم برابره کړې ده، چې په ترڅ کې یې لسګونه ګورنۍ له دغو مرستو برخمن شوي دي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS