د نندارتون دائرولو چمتووالی و ارزول شو

mail-admin
Mon, Mar 13 2023 1:24 PM
د نندارتون دائرولو چمتووالی و ارزول شو

۲۲ کب ۱۴۰۱ه‍.ش
۱۸ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۴ ه‍.ق
د ۱۴۰۲ یم کال پسرلۍ د هرکلي په پار دکرنیزو محصولاتو نندارتون د چمتووالي د ارزونې په موخه دکرنې وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیا مولوی صدراعظم عثماني په مشرۍ غونډۍ دائره شوه.
د کرنې وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني په مشرۍ د یوې غونډې په ترڅ کې، چې د کرنې وزارت یوشمېر رییسانو هم په کې ګډون درلود د کرنې وزارت د نندارتون چمتووالی وارزول شوه او دغه راز دکابل په بادام باغ کې د کرنیزو محصولاتو د دائرولو له سیمې څخه لیدنه وشوه.
مولوی صدراعظم عثماني د نندارتون د چارو د لاښه پرمختګ په پار د کمېټو چارواکو ته لازمې لارښوونې وکړې. ښآغلی صدراعظم وویل، چې په ټول توان سره هلې ځلې وکړئ، چې د کرنیزو محصولاتو اته ویشتم نندارتون په بریالیتوب سره ترسره شي او دغه راز ښاغلی عثماني ددې نندارتون دائرول د کرنیزو محصولاتو پېر او پلور ته د زمینې برابرولو په پار د کرنې وزارت یو له مسوولیتونو او لاسته راوړنو وبلل.
په همدې حال کې، د ټاکل شویو کمېټو چارواکو د چارو د لاښه پرمختګ په پار خپل کاري راپورونه، وړاندیزونه او نظرونه دکرنې او مالدارۍ مرستیال سره شریک کړل.

آماده‌گی ها برای برگزاری نمایشگاه بررسی گردید
۲۲ حوت ۱۴۰۱ هـ.ش
آماده‌گی ها برای برگزاری نمایشگاه محصولات زراعتی به پیشواز بهار سال 1402 هجری شمسی توسط مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت بررسی شد.
طی جلسه رسمی به رهبری مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری با اشتراک شماری از رئسای وزارت زراعت آماده‌گی های نمایشگاه بررسی گردیده و همچنان  از ساحه  برگزاری نمایشگاه در بادام باغ کابل بازدید شد.
مولوی صدر اعظم عثمانی به مسوولان کمیته‌های مشخص شده جهت پیش برد امور نمایشگاه هدایت داد که تمام تلاش خود را انجام دهند تا امور برگزاری بیست هشتمین نمایشگاه محصولات زراعتی موفقانه انجام شود همچنان آقای عثمانی برگزاری این نمایشگاه را  یک از مسوولیت ها و دستاورد های بزرگ وزارت زراعت  جهت زمینه سازی برای فروش محصولات زراعتی یاد کرد.
در همین حال مسوولان کمیته های تعین شده جهت پیش برد امور برگزاری نمایشگاه گزارش‌های کاری، پیشنهادات و نظریات خویش را به معین زراعت و مالداری اراییه کردند.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS