ننګرهار کې مالدارانو ته د ښو خدمتونو وړاندې کولو په موخه د همغږۍ غونډه ترسره شوه 

mail-admin
Sun, Mar 12 2023 3:49 PM
ننګرهار کې مالدارانو ته د ښو خدمتونو وړاندې کولو په موخه د همغږۍ غونډه ترسره شوه 

د افغانستان لپاره د هالنډ کمېټې (DCA) له لوري د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې د دی ولایت په دیارلس ولسوالیو ( حصارک، خوکیانې، پچیراګام، هسکه مېنه، شیرزاد، کوټ، اچین، نازیان، دوربابا، شینوار، سرخرود، دره نور، رودات) کې د مالدارۍ سکتور د تقویي په برخه کې پروژې او خپل فعالیتونه پر مخ وړي، د خپلو پروژو او فعالیتونو په ښه شان تطبیق او په کارونو کې د شفافیت په موخه د یادو ولسوالیو د کرنې، عشر زکات مسؤلینو او قومي مشرانو سره د همغږۍ غونډه ترسره کړه. 
د غونډی په پیل کې د کرنې ریاست اړوند د مالدارۍ خدمتونو او څارویو روغتیا امر داکتر محمد ضمیر بهسودي او د افغانستان لپاره د هالنډ کمېټې ولایتي مسؤلینو د پروژو او فعالیتونو په اړه معلومات شریک کړل.
 وروسته  د ولسوالیو د ترویج، عشرزکات مسؤلینو او قومي مشرانو دغه پروژې ګټورې وبللي او په اړه یي خپل نظرونه، وړاندیزونه او غوښتنې د یادې موسسې له مسؤلینو سره شریکې کړی.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS