د هلمند دکرنې ریاست: سنګین ولسوالی کې لسګونه تر وخت تېر او بریډر چرګان له منځه یوړل شول

mail-admin
Sun, Mar 12 2023 3:39 PM
د هلمند دکرنې ریاست: سنګین ولسوالی کې لسګونه تر وخت تېر او بریډر چرګان له منځه یوړل شول

د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا هلمند کې د ممنوعه چرګانو د پلور مخنیوئ په دوام سنګین ولسوالی کې لسګونه چرګان تر تشخیص او تثبیت وروسته له منځه یوړل شول 
په یاده ولسوالی کې د ګډ پلاوي لخوا چې په ترکیب کې یې د ولسوالی، امنیې قوماندانۍ، کرنې ریاست او ښاروالۍ استازي شامل دي له بېلابېلو سیمو څخه تر لیدنو او ارزونو وروسته تر وخت تېر او بریډر چرګان را ټول شول. 
یاد چرګان چې په فني او مسلکي لحاظ یې غوښې د انسانانو روغتیا ته زیان رسوي  او له ګاونډيو هېوادونو څخه هلمند ته په قاچاقي ډول واردېږي ونیول شول او له حلالولو وروسته تر خاورو لاندې شول .
د هلمند دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې دغه پروسه به د مرکز لښکرګاه په ګډون په ټولو ولسوالیو کې په دوامداره ډول روانه وي تر څو د غیر قانوني وارداتو  راتلونکو احتمالي صحي خطرونو مخه ونیول شي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS