پروان کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو کمېټې هلې ځلې
پروان کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو د تخنیکي پلاوي خپلې هلې ځلې ګړندي کړي دي.
ددغو هلو ځلو په ترڅ کې د کمېټي غړو د بګرام ولسوالۍ خم کلان سیمې د ابراهیم خېلواو صوفي سیمو کې کړنې تر سره کړل، دا کړنه د اراضي ادارې کدستر فني غړو په هم کارې سره پر 71 غاصبینو کورونو او کرنیزو کروندو باندې تر سره شو چې په نوموړې سیمو کې غاصبینو له ځمکې لاندې اوبونه ګټه پورته کړې او یوشمېر غاصبینو په نورو وکړو باندې پلورلې ده، ددې کړنې په ترڅ کې يي 389.511 جریبه ځمکه تشخيص او تثبيت شو او د تصفیه لپاره د غاصبینو جدول هم په کامیابۍ سره ډک شو.
باید وویل شي، چې د پروان ولایت د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېټه تر دې دمه په دې ولایت کې د ډېرو ځمکو د غصب مخه نیولی او ترڅنګ یې ډېر غصب شوي ځمکې بېرته راګرځولي دي.
