ننګرهار کې معیاري سړه خونه جوړېږي

mail-admin
Mon, Mar 06 2023 2:10 PM
ننګرهار کې معیاري سړه خونه جوړېږي

۱۵ کب ۱۴۰۱ه‍.ش
۱۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۴ ه‍.ق
د ننګرهار دکانال ریاست چارواکي وایي، چې ددې ریاست اړوند هډې فارم حلقوي سړک ته څېرمه په لس جریبه ځمکه کې معیاري سړه خونه جوړېږي.
د چارواکو په خبره ددې سړې خونې رغنیزې چارې کابو دوه کاله مخکې پیل شوې وه، خو د نامعلومو لاملونو له مخې اوس په ټپه ولاړې دي.
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت چاراوکي ددې سړې خونې د رغنیزو چارو د بیا پیل په پار هلې ځلې پیل کړي دي، چې ډېر ژر به یې رغنیزې چارې پیل شي.
د ننګرهار دکرنې ادارې د چارواکو په خبره، ننګرهار کې پر 25 زره جريبه ځمکه بېلابېل ډوله بڼوه لکه د ستروسو، خرماو، بېرې او نورو مېوو بڼونه جوړ شوي، چې دغه سړه خونه د بڼوالۍ د محصولاتو د ارزښت لوړولو په برخه کې یو مهم عامل ګڼل کیږي، چې په جوړېدو سره یې د بڼوالۍ د محصولاتو د خوسا کېدو مخه نیول کیږي.
له سړې خونې څخه په استفادې سره کرنیز محصولات پرخپل وقت او په مناسبه بیمه بازار ته وړاندې کیږي، چې د بڼوالو او بزګرانو په اقتصادي وده کې به رغنده رول ولري.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS