د بریالیتوب او پرمختګ نیالګی تر شعار لاندې د نیالګیو اېښودلو ملي کمپاین پیل شو
 
              ۱۴ کب ۱۴۰۱ه.ش
۱۲ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۴ ه.ق
د رییس الوزراء اقتصادي مرستیال ملاعبدالغني برادر، د رییس الوزراء اداري مرستیال مولوی عبدالسلام حنفي، دکرنې وزیر مولوی عطاءالله عمري، د افغانستان اسلامي امارت یوشمېر معینانو او رییسانو په شتون کې د بریالیتوب او پرمختګ نیالګی تر شعار لاندې د کابل په بادام باغ کې د نیالګیو اېښودلو ملي کمپاین پیل شو.
ددې کمپاین په پیل غونډه کې د نیالګیو اېښودلو او خوندیتوب پر ارزښت او د شرعي، اخلاقي او چاپېریال ساتنې له نظره د نیالګیو په اېښودلو او خوندیتوب کې د خلکو پر مسوولیتونو خبرې وشوې.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د نیالګیو اېښودلو پر ارزښت، د کرنې وزارت او دخلکو پر مسوولیتونو خبرې وکړې او زیاته یې کړه: «د نیالګیو او ونو شتون د خلکو د روح د خوشحالۍ، د هوا پاکۍ، صفایۍ او د هرې سیمې د ښکلا لامل کېږي، دکرنې وزارت څخه مې تمه داده، ددې ترڅنګ چې د نیالګیو اېښودو کمپاین پلي کوي خلک نیالګیو اېښودلو ته وهڅوي، ترڅو ډېر نیالګي کېنوي او ترې ساتنه وکړي، که د نیالګیو اېښودلو کمپاین په سمه توګه پلي شي، د څو کلونو په ترڅ کې به د کابل د شاوخوا غرونه په ښکلې ځنګلونه بدل شي.»
په همدې حال کې د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوی عبدالسلام حنفي د اسلام له نظره د نیالګیو د اېښودلو په هکله خبرې وکړې، او د یوه نیالګی اېښودل د هر مسلمان دیني مسوولیت وباله:«اسلام د نیالګیو اېښودلو د اهمیت او په کې د خلکو د ګډون په برخه کې سپارښتنې لري، د هر مؤمن کس مسوولیت دی، چې په دې کمپاین کې ونډه واخلي، ډېر د خوښۍ ځای دی، چې د همدلۍ، سولې او ارامتیا په فضا کې دا کمپاین پیلؤ، په تېر کې، چې په دې هېواد کې جګړه تپل شوې وه، د بېلابېلو وسلو او باروتو د استفادې په پایله کې موږ ته ډېرې ستونزې له ډلې د هوا د ککړتیا ستونزه پیدا شوې ده، الحمدالله اوس ددې فضا رامنځته شوې ده، چې نور به په دې هېواد کې له وسلې کار وانخستل شي اړتیا ده، چې په دې کمپاین کې دې ټول خلک ونډه واخلي، او د نیالګیو په اېښودو سره د هېوا د پآکۍ او سمسورتیا لامل شو، نیالګي اېښودل اسلامي او وجداني مسوولیت دی.»
دغه راز دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوی عطاءالله عمري د افغانستان د زرغونتیا او ابادۍ لپاره اوسنی وضعیت مناسب وضعیت وبلل او له ټولو خلکو څخه یې وغوښتل، چې د یوه نیالګی په اېښودلو سره د هېواد په زرغونتیا کې ونډه واخلي: «څو لسیزه کېږي، چې جګړه کې بوخت یو، د جګړې له امله موږ ته ډېر زیانونه رسېدلي دي، اوس ددې وخت او فرصت رارسېدلی دی، چې د خپل هېوا د زرغونتیا او ابادۍ په برخه کې کار وکړو، لوی خدای (ج) دې هېواد ته ډېر نعموته ور په برخه کړی دی، اړتیا ده، چې کار وکړو، ددغو کارونو له ډلې یو هم کرنې ته پاملرنه ده، نیالګي اېښودل دکرنې وزارت د کړنو یوه برخه ده، نیالګي اېښودل ډېرې ګټې لري، د هوا پاکوالۍ، زرغونتیا او د چاپېریال ښکلا، اقتصادي ګټې، د اکسیجن تولید، د بېوزلۍ کچې ټیټول، او خلکو ته بوختیاوې پیدا کول د نیالګیو اېښود سترې ګټې دي.
ښاغلی عمري د نیالګیو اېښودلو پر مادي او معنوي ګټو خبرې وکړې او زیاته یې کړه: «د نیالګیو او نو له سرسبزۍ او اکسیجن څخه انسانان، څاروي او الوتونکي ټول ګټه پورته کوي، د نیالګیو اېښودل جاریه صدقه ده، او هر کس مکلف دی، چې باید نیالګي کېنوي، او په ساتنه کې یې هلې ځلې وکړي، ځکه هره نیالګی کلونه کلونه کار ورکوي او خلک ترې ګټه پورته کوي، د کورنیو له ټولو سرپرستو څخه غواړم، چې د خپلو کورنیو غړو ته د نیالګیو اېښودلو سپارښتنه وکړي.»
دکرنې وزارت له خوا هر کال د کب په میاشت کې د نیالګيو اېښودلو ملي کمپاین پیلېږي، چې په ترڅ کې یې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې میلیونونه مثمر او غیر مثمر نیالګي اېښودل کېږي. د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د طبیعي سرچینو لوی ریاست سږکال هم څه باندې دوه میلیونه نیالګي تولید کړی دی او ترڅنګ یې د قوریه لرونکو ټولنې او مؤسسې هم څه باندې ۳۲ میلیونه نیالګي تولید کړي دي او ټآکل شوې ده، چې په ۱۴۰۲ یم کال کې به کېښودل شي.
کمپاین ملی نهالشانی با شعار نهال پیروزی و ترقی افتتاح گردید
۱۲ حوت ۱۴۰۲ هـ.ش
کمپاین ملی نهالشانی با شعار نهال پیروزی و ترقی با حضور ملاعبدالغنی برادر معاون اقتصادی رئیس الوزراء، مولوی عبدالسلام حنفی معاون اداری رئیس الوزراء، مولوی عطاءاللهعمری وزیر زراعت، معینیان و روساء امارت اسلام افغانستان در دامنههای تپه بادامباغ کابل افتتاح گردید.
در محفل افتتاح این کمپاین در مورد ارزش غرص نهال، حفاظت و مسوولیتهای مردم از دید شرعی، اخلاقی و محیط زیستی صحبت گردید.
ملاعبدالغنی برادر معاون اقتصادی ریاستالوزراء امارت اسلامی پیرامون ارزش نهال شانی، مسووولیتهای وزارت زراعت و مردم صحبت نموده علاوه کرد:" موجودیت نهال باعث شاد شدن روح مردم، پاکی، صفایی و زیبایی هر منطقه میشود، از وزارت زراعت انتظار دارم در کنار تطبیق کمپاین نهالشانی مردم را تشویق نمایند تا بیشتر نهال بشانند و حفاظت کنند، اگر کمپاین شانی درست تطبیق گردد کوهای اطراف کابل در چند سال آینده تبدیل به جنگلهای زیبا خواهد شد".
 در همین حال مولوی عبدالسلامی حنفی معاون  اداری رئیس الوزرا در مورد اهمیت نهال شانی از دیدگاه اسلام صحبت کرده و غرص یک نهال را مسوولیت دینی هر مسلمان دانست :" اسلام در مورد اهمیت نهالشانی و اشتراک مردم ارشاداتی دارد، مسوولیت هر فرد مومن است که در این پروسه سهیم شود، جای خوشی است که در فضای همدلی، صلح و آرامش این کارزار را شروع میکنیم، در گذشته که جنگ بالای این ملک تحمیل شده بود، در نتیجه استفاده انواع مختلف سلاح و باروت باعث مشکلات زیادی از جمله آلودگی هوا شده است، الحمدلله  فضاء مساعد شده که دیگر در این ملک از  سلاح استفاده نمیگردد، ضرورت است  که در این کمپاین همه مردم سهیم شویم و با شاندن نهال باعث سرسبزی و پاکی کشور گردیم، نهالشانی مسوولیت اسلامی و وجدانی میباشد".
مولوی عطاءاللهعمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری وضعیت فعلی زمان مناسبی برای آبادی و سرسبزی افغانستان دانسته و از همه خواست تا با غرص یک نهال در سرسبزی کشور سهیم شوند:" این ملک چندین دههاست که در جنگ مصروف بودهایم، از خاطر جنگ آسیبهای فراوان به این پیکر زخمی وارد شده، حال فرصت مساعد شده که در قسمت آبادی و سرسبزی وطن خود کار کنیم، الله"ج" همه امکانات و نعمتهایش را به این ملک دادهاست، نیاز است که کار کنیم، یکی از این کارها توجه به زراعت میباشد، شاندن نهال بخشی از کارهای زراعت است، غرس نهال فایدههای زیادی دارد، پاکی هوا، سرسبزی و شادابی محیط، منفعت اقتصادی، تولید اکسیجن، کاهش فقر و مصروفیت مردم از عمدهترین آن میباشد.
آقای عمری در مورد فواید مادی و معنوی غرص یک نهال صحبت کرده افزود"از سرسبزی و اکسیجن نهال انسانها، حیوانها و پرندهها، همه مستفید میشوند، غرس نهال صدقه جاریه میباشد و هر فرد مکلف است تا نهالبشاند و در نگهداری  آن بکوشد، چون هر نهال سالهای طولانی کار میدهد و مردم از آن مستفید میشوند، از هر سرپرست فامیلها دعوت میکنیم که در شاندن نهال به اعضای فامیل شان توصیه نمایند".
وزارت زراعت  همه ساله کمپاین نهالشانی را در ماه حوت راهاندازی میکند و به میلیونها اصله نهال مثمر و غیر مثمر در ۳۴ ولایت کشور غرص میگردد. امسال نیز ریاست عمومی منابع طبیعی وزارت زراعت بیش از ۲ میلیون اصلهنهال تولید نموده و همچنان موسسات و اتحادیه قوریه داران بیش از ۳۲ میلیون نهال تولیده نموده که  قرار است در سال ۱۴۰۲ غرس شود.
