د کرنې وزارت د مشرتابه او رییسانو د مشورې او همغږۍ غونډه پیل شوه 

mail-admin
Sun, Mar 05 2023 9:45 AM
د کرنې وزارت د مشرتابه او رییسانو د مشورې او همغږۍ غونډه پیل شوه 

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په چارو کې د لاښه همغږۍ او د انسجام د پیاوړتیا په پار دکرنې وزارت د مشرتابه او ددې وزارت د مرکزي او ولایتي  رییسانو د مشورې او همغږۍ غونډه پیل شوه
ددې پروګرام په پیل غونډه کې دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوی عطاءالله عمري، مالي او اداري مرستیال مولوی فضل الباري فضلي، د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوی باز محمد فیضان، د ځمکو چارو ادارې رییس مولوی عبدالرحمن رحماني او د هېواد د ۳۴ ولایتونو د کرنې رییسانو شتون درلود.
په دې غونډه کې دکرنې وزارت رهبرۍ ددې غونډې موخه بیان کړل او خلکو ته د چوپړتیاوو وړاندې کولو او د افغانستان د ابادۍ په موخه د مرکزي او ولایتي ادارو پر  مسوولیتونو خبرې وکړې.
دکرنې وزیر مولوی عطاءالله عمري ددې پروګرام د دائرولو موخه په چارو کې همغږۍ او سلا مشورې وبلل او دکرنې او مالدارۍ په سکټور کې د افغانستان ډېرو امکاناتوته په کتو له رییسانو وغوښتل، چې له دغو امکانانو له ګټې اخیستنې په پار دې هلې ځلې وکړي: 
 په خپلو خبرو کې وویل: «لوی خدای «ج» افغانستان ته ډېر نعمتونه ور په برخه کړی دی، چې په کې هر ډول کرنیز او مالدارۍ چارې شونې ده، زموږ او ستاسو د تولو مسوولیت دی، چې له دې الهي امتیازاتو څخه ګټه پورته کړو او خلکو ته هم فرصت ورکړو چې کار وکړي، په ګډه زموږ او د خلکو کار ددې لامل کېږي، چې خلک له بېوزلۍ، کډوالۍ او بې کارۍ څخه خلاص شي، د حکومتي مسوولیتونو ترڅنګ مسوولیت لرو، چې خلک وهڅو چې له دغو نعمتونو څخه ګټه پورته او د هېواد په ابادۍ کې خپله ونډه ادا کړي. حاصل خېزې ځمکې، ډېرې اوبه، مساعده اقلیم او دکار بشري ځواک هغه امتیازات دي، چې موږ یې لرو، خلک هڅونې ته اړتیا لري، ترڅو راشي او د هېواد له ځمکو څخه ګټه پورته کړي، دکرنې وزارت له دولتي ځمکو څخه د ګټې اخیستنې په پار ډېرې اسانتیاوې رامنځته کړي دي، له دولتي ځمکو څخه ګټه پورته کول، د سمسورتیا، آبادۍ، د عوایدو زیاتوالی، د خلکو بوختیا، د حلالې نفقې پیداکول، د هوا پاکوالی او ځان بسیاینې ته د افغانستان د نږدې کېدو لامل کېږي. دا چارې سالمه مدیریت غواړي، او له تاسو مې هیله داده، چې صادقانه او مخلصانه کار وکړئ، په چارو کې اخلاص ددې لامل کېږي، چې له یوې خوا د بهرنیو له احتیاجه خلاص شو او له بلې خوا د الله «ج» امر عملي کړو. تاسو حرکت وکړئ، الله «ج» هم رحمت راولي.»
ښاغلی عمري د ځمکې غصب مخنیوی و غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو په پار د کرنې وزارت د ولایتي رییسانو فعالیتونه وستایل او زیاته یې کړه: « د دولتي ځمکو غصب مخنیوی و غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو په پار ستاسو له فعالیتونو څخه مننه کوم، د امیرالمؤمین حفظ الله دا فرمان مو ډېر ښه پلي کړی دی، او ورته ادامه ورکړئ، له تاسو غواړم، چې د بڼوالۍ او کرنیزو تولیداتو زیاتوالی او د عوایدو راټولولو په برخه کې هم جدي پاملرنه وکړئ، که چارې همداسې به اخلاص مخته ولاړ شي پایله یې ثمر دی، ټول هڅه کوو، چې افغانستان په خپلو پښو ودروو، او خلکو ته د غوره ژوند زمینه برابره کړو، د امارت د رهبرۍ هدایت دی، چې حتی د خلکو دکورونو بامونو ته هم دکرکیلې بستر وغځوو، دا مسوولیت موږ او تاسو ته متوجه دی، که خلکو ته د سالمې بوختیاوې زمینه برابره وي، ولې بهرنیو هېوادونو ته کډوال شي او په سیندونو او سمندرونو کې ډوب شي.»
په همدې حال کې دکرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوی باز محمد فیضان په خپلو خبرو کې وویل: «دا غونډه مو د دې لپاره دآئره کړه، چې په کې د نظرونو تبادله وکړو، کومو شیانو ته چې تاسو ورته اړتیا لرئ موږ ته یې ووایئ، ترڅو په دغو برخو کې په ګډه کار وکړو، په اسلام کې له امنیت وروسته پر حلالې نفقې او روزي ټینګار شوی دی، الحمدالله اوس امنیت لرو، اړتیا ده، چې د غذایي توکو په برخه کې هم پر ځان بسیا شو، په دې برخه کې هلې ځلې او کار ته اړتیا ده.»
بل خوا ښاغلی فیضان د طبیعي سرچینو لکه، ځنګلونو، خوندي شویو سیمو، ملي پارکونو او صنعتي نباتاتو په هکله هم خبرې وکړې او ویې ویل، چې له یادو پآنګو څخه امارت ته میلیونونه افغانۍ عواید په لاس راځي خو هلې ځلې په کار دی، او په یادو برخو کې هم ستاسو نظرونو او وړاندیزونه اړین دي.
ورپسې دکرنې وزارت مالي او اداري مرستیال مولوی فضل الباري فضلي د عشر او زکاتو راټولولو په هکله خبرې وکړې. ښآغلی فضلي ټینګار وکړ، چې په ۳۴ ولایتونو کې د عوایدو راټولول د دغو ولایتو د چارواکو مسوولیت دی، او رییسان یې باید دې چارې ته جدي پاملرنه وکړي.: «له تاسو هیله لرم، چې د عشر او زکاتو، د ځمکو اجارې، د خوندي شویو سیمو د ثبت عواید، او د طبیعي سرچینو د عوایدو راټولولو په برخه کې جدي پاملرنه وکړئ او دغه راز په یادو برخو کې خپل نظرونه هم شریک کړئ، ترڅو په راتلونکې کې کومې ستونزې سره مخ نه شو.»
دا مشورتې ناسته د دوو ورځو لپاره دائره شوې ده، چې د کرنې او مالدارۍ سکټور د پراختیا په موخه د ولایتونو دکرنې رییسان کولای شي، چې دکرنې وزارت له مشرتابه سره خپل نظرونه، وړاندیزونه او اړتیاوې شریکې کړي.

افتتاح نشست مشورتی و هماهنگی رهبری و روساء وزارت زراعت
نشست مشورتی و هماهنگی رهبری و  روساء مرکزی و ولایتی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به منظور تقویت هماهنگی و انسجام امور  این وزارت آغاز گردید  .
 این نشست با حضور داشت مولوی عطاءلله‌عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری، مولوی فضل‌الباری فضلی معین مالی و اداری، مولوی بازمحمدفیضان معین آبیاری و منابع طبیعی، مولوی عبدالرحمان رحمانی رییس عمومی اداره اراضی، شماری از روئسای مرکزی  و روساء ۳۴ ولایت کشور افتتاح شد.
 در این برنامه رهبری وزارت زراعت هدف از راه‌اندازی این نشست را به حاضران تشریح نموده و در مورد مسوولیت‌های اداره‌های مرکزی و ولایتی در راستای خدمت‌گذاری به مردم و آبادی افغانستان صحبت نمودند.
مولوی عطاءالله‌عمری وزیر زراعت هدف از برگزاری این برنامه را مشوره و هماهنگی جهت انسجام امور بیان کرده و با  تاکید بر امکانات فراوان افغانستان در سکتور زراعت و مالدرای از رئسای ولایت خواست تا در استفاده بهینه از این امکانات تلاش نمایند" مسوولیت همه ماست که از این امتیازات الاهی استفاده کنیم و به مردم هم فرصت دهیم تا کار کنند، همدستی کارهای ما و مردم سبب میشود  که مردم از فقر، مهاجرت، بی‌کاری و بی‌نانی خلاص شوند، در کنار رسیدگی به مسوولیت‌های حکومتی، مسوولیت داریم تا مردم را تشویق کنیم بیایند از این نعمت‌ها استفاده کنند و در آبادی وطن سهیم شوند، خاک حاصل‌خیز و فراخ، آب فراوان، اقلیم مساعد و نیروی بشری کاری امتیازاتی اند که از آن برخورداریم، مردم نیاز به تشویق دارند تا بیایند از زمین‌های ملک استفاده نمایند، وزارت زراعت سهولت‌های بهتری را برای استفاده از زمین‌های دولتی مساعد کرده‌است، استفاده از زمین‌های دولتی باعث سرسبزی، آبادی، افزایش درآمد، مصروفیت مردم، پیدا کردن نان حلال، پاک ساختن هوا و نزدیک ساختن افغانستان به خودکفایی می‌باشد، این کارها مدیریت سالم می‌خواهد که از شما تقاضاء دارم که صادقانه و مخلصانه کار  کنید".
در همین حال وزیر زراعت از از فعالیت‌ روساء در جلوگیری از غصب و استرداد زمین‌های امارتی  نیز تقدیر کرد و از آنها خواست تا در افزایش سطح تولیدات زراعت و باغداری و جمع آوری عواید نیز توجه کننده و کار‌های خود را با اخلاص ادامه دهند تا نتیجه ثمر بخشی از آن بدست آمده و افغانستان سرپاه ایستاده گردد.
در همین حال مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و منابع طبیعی وزارت زراعت نیز در این مجلس صحبت نموده اظهار داشتند:" این نشست را ترتیب دادیم تا تبادل افکار کنیم، چیزهایی را که شما نیاز دارید برای ما بگوئید تا در آن قسمت یکجایی کار کنیم، در اسلام بعد از امنیت به نفقه و روزی حلال تاکید شده‌است، الحمد لله فعلآ امنیت داریم نیاز است که در بخش موادغذایی نیز خودکفای شویم، در این زمینه تلاش و کار نیاز است".
از سوی دیگر آقای فیضان در مورد ارزش داشته‌های منابع طبیعی چون جنگلات، ساحات حفاظت شده، پارک‌های ملی، نباتات صنعتی صحبت نموده  و بیان داشت که از این سرمایه‌های به میلیون افغانی عواید به امارت می‌آید و تلاش بکار است در این بخش‌ها نیز کار بیشتر شود و نظریات شما مهم است.
بعد از آن مولوی فضل‌الباری فضلی معین مالی و اداری وزارت زراعت به ایراد سخن پرداخته در مورد افزایش عواید و جمع‌آوری عشر و زکات صحبت نمود.
آقای فضلی تاکید کرد که جمع‌آوری عواید یکی از مسوولیت‌های مسوولان اداره‌های زراعت در ۳۴ ولایت می‌باشد و باید روساء متوجه این موضوع باشند.
" از شما خواهش‌دارم که در قسمت جمع‌آوری عواید عشر و زکات، اجاره‌دهی زمین، عواید ثب ساحات حفاظت شده، عواید منابع طبیعی توجه کنید و نظریات خویش را در این موارد شریک کنید تا در آینده به مشکل مواجه نشویم".
این نشست مشورتی برای دو روز راه‌اندازی شده و روساء ولایات می‌توانند طر‌ح‌ها، نظریات، پیشنهادت و نیازمندی‌های خویش را در راستای انکشاف زراعت و مالداری با رهبری وزارت شریک نمایند.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS