د پکتیکا ولایت د ځمکې غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېټې کړنې

user-admin
Thu, Mar 02 2023 11:02 AM
د پکتیکا ولایت د ځمکې غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېټې کړنې


پکتیکا ولایت کې د ځمکې غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېټه خپله دوویشتمه غونډه ددې ولایت د خوشامند ولسوالی په مقام کې دائره او پر هر اړخیزو موضوعاتو خبرې اترې وکړې.
دغه غونډه، چې د پکتیکا دکرنې او د تخنیکي ټیم رییس په مشرۍ دائره شوې وه په کې د د ځمکې غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو تخنیکي ټیم غړي او د یادې ولسوالۍ سیمه ییزو چارواکو شتون درلود.
په دې غونډه کې د پکتیکا دکرنې رییس د ځمکې غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو تخنیکي ټیم دکړنو په هکله د خوشامند ولسوالی چارواکو ته معلومات وړاندې کړل او ویې ویل: «ددې ټیم دنده داده، چې امارتي ځمکې له غاصبینو خلاص کړي، هغه که د هرارګان اړوند وي، زموږ راتک ستاسو ولسوالی ته په همدې موخه ده، چې د کرنې مدیریت تر مشرۍ لاندې د ځمکې غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو تخنیکي ټیم جوړ کړو، او ستاسو څخه مې غوښتنه داده، چې له دې ټیم سره هر اړخیزې همکارۍ وکړئ.»
ورپسې د پکتیکا دعدلیې رییس په خپلو خبرو کې وویل، چې هر چاچې په خپل سر ځمکې تصرف کړی وي او کوم شرعي اسناد ورسره نه وي هغه دې د دې ځمکې معلومات له یاد ټیم سره شریک کړي.
په همدې حال کې د دې ولسوالی چارواکو د ځمکې غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېټې رییس او غړو ته د هر راز همکاریو ډاډ ورکړ.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS