د ننګرهار د کرنې او کلیو پراختیا ریاستونو د تخنیکي کاري ګروپ ګډه غونډه دائره شوه 

mail-admin
Wed, Mar 01 2023 11:41 AM
د ننګرهار د کرنې او کلیو پراختیا ریاستونو د تخنیکي کاري ګروپ ګډه غونډه دائره شوه 

۱۰ کب ۱۴۰۱ه‍.ش
۸ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۴ ه‍.ق
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست او ددې ولایت دکلیو د بیارغونې او پراختیا ریاستونو د تخنیکې کارې کروپ (TWG) میاشتۍ غونډه د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی عبدالستار محمد په مشرۍ دائره شوې وه.
په دې غونډه کې د ننګرهار دکرنې رییس عبدالستار محمد د همکارو موسساتو مسؤلینو ته سپارښتنې وکړي او زیاته يي کړه، چې ټول همکار موسسات باید د بشري مرستو تر څنګ پرمختیايي پروژې هم پلي کړي، وچو سیمو ته باید د خړوبولو په رخه کې کار وشي تر څو په کرنیزو ځمکو بدلي شي، د پروژو د تطبیق لپاره باید لري پرتو ولسوالیو ته لومړیتوب ورکړل شي، او همدارنګه د پروژو په تطبیق کې باید پوره شفافیت شتون ولري.  
وروسته د سیندیزي حوزې مرستیال هم په همکارو موسساتو غږ وکړ چې اوبه یو حیاتي سرچینه ده، او باید د اوبو مدیریت لپاره ښي مؤثرې پروژې په لاره واچول شي.  
همداراز په ننګرهار ولایت کې د هالنډ کميټي (DCA) دفتر مسؤلینو د خپلو پروژو د فعالیتونو او لاسته راړونو په اړه د غونډې ګډونوالو ته د پریزنتیشن په شکل معلومات وړاندې کړل. 
دغونډې په پای کې ګډونوالو خپل وړاندیزونه او نظرونه د اصلاحاتو او ښې همغږۍ په موخه شریک کړل.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS