دکرنې وزارت د مقام نوې ودانۍ پرانیستل شوه

mail-admin
Wed, Mar 01 2023 10:17 AM
دکرنې وزارت د مقام نوې ودانۍ پرانیستل شوه

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مقام نوې ودانۍ، د کرنې وزیر مولوی عطآءالله عمري، دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني، د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوی باز محمدفیضان، مالي او اداري مرستیال مولوی فضل الباري فضلي او ددې وزارت د یوشمېر رییسانو او کارکوونکو په شتون کې، نن افتتاح او ګټې خیستنې ته و سپارل شو.
ددې ودانۍ په رانیست غونډه کې دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوی عطاءالله عمري په خپلو خبرو کې ووېل: «دا ودانۍ د ملت پانګه ده، حکومتي چارواکو د خلکو خدمدګاران او د ملت او حکومت تر منځ پُل دي، اوسني چارواکي ژمن دي، چې د خلکو د ژوند ښه کولو او د افغانستان ابادۍ په پآر صادقانه او مخلصانه کار وکړي، ددې ودانۍ د چارو بشپړېدل کولای شی، چې د کاري اسانتیاوو او خلکو ته د چوپړتیاوو وړاندې کولو په برخه کې مرسته وکړي، بزګرانو او تاسو درنو همکارانو ته ددې ودانۍ د پرانیستې مبارکي وایم، هیله لرم، چې د خلکو پر وړاندې چې کوم مسوولیت لرو د وخت په تېروېدو سره ددې ودانۍ نه په استفادې سره ملت ته لا ډېرې چوپړتیاوې وړاندې کړو.»
دکرنې وزیر د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل، چې اسلامي امارت او دکرنې وزارت د افغانستان د پانګوالو، بزګرانو او مالدارانو ملاتړ کوي.
هغه وویل: «هلې ځلې کوو او دې ته ژمن یو چې خلکو ته د پانګونې غوره بستر مساعد کړو، له پانګوالو غواړو چې دکرنې او مالدارۍ په برخه کې دې پانګونه وکړي، دکرنې وزارت دوی ته ټولې اسانتیاوې برابرې کړي دي، دا اداره افغان شموله او خدماتي وزارت دی. الله «ج» د افغانستان د کرکیلي او کرنې په پار ستر نعمتونه ارزاني کړی دی، ډېرې اوبه، حاصلخیزې او ډېرې ځمکې او مناسبه هوا لرو، له بده مرغه په تېرو وختونو کې کار نه دی شوی، د بېوزلۍ او بې کارۍ له وجې خلک ګډوالۍ ته اړ شوي دي، اوس یې وخت دی، چې خپلو جګړه ځپلو هېوادوالو ته کار وکړو، خصوصي سکټور او پانګوال کولای شي، چې فعال او اغېزناکه ونډه ولوبوي، زما د مسوولیت له پیل څخه په دې سکټور کې د ورځې میلیونونه افغانۍ پانګونه کېږي، خلک شپه او ورځ مراجعه کوي، ترڅو دوی ته ځمکه په اجاره ورکړو او موږ دا کار کوو ترڅو د بې وزلۍ او کډوالۍ د کچې په ټیټولو کې رغنده رول ولرو.»
ښاغلی عمري زیاته کړه، نن جهاد پانګوالو پورې تړلی دی: « د بې وزلۍ، لوږې، نړیوالو بنیدزونو او ګواښونو پر وړاندې زموږ ننني مجاهدي پانګوال دي، په خپلو پآنګونو سره خرما او ثواب ګټي، هم یې پانګه زیاتېږي او هم خلکو ته خدمت کوي، له کوم مزاحمت او جنجان پرته راشئ او پانګونه وکړئ، امیرالمؤمنین صاحب هم وایي، چې د افغانستان له ځمکو او اوبو څخه باید ګټه پورته شي
زموږ موخه هم همدا ده، چې اصولي او اسانې لارې چارې برابروې کړو ترڅو پانګوال وکولای شي، چې کار وکړي د هغه ورځې په هیله، چې له نړیوالو بندیزونو او ګواښونو خلاص شو او ځان بسیاینې ته ورسېږي.»
د مقدس کوثر شرکت رييس خلیل احمدپیام چې ددې ودانۍ د جوړولو مسووليت ور پغاړه وه هم خبرې وکړې او له اسلامي امارت څخه يې، وغوښتل چې د پانګوالو ملاتړ دې وکړي.
ښاغلی پیام وويل:"دا ودانۍ پنځه پوړيزه ودانۍ ده، چې هره پوړه يې ۸۰۰متر مربع پراخوالی لري، او په امنيتي کامرو، اطفائیه، د موټرو پارکینگ، اداري دفترونه، لفت او د انټرنټ په سیستم سمبال دی".


افتتاح ساختمان جدید مقام وزارت زراعت
ساختمان جدید مقام وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در حضور داشت مولوی عطاءالله‌عمری وزیر زراعت، مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری، مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و منابع طبیعی، مولوی فضل الباری فضلی معین مالی و اداری، روساء و کارمندان این وزارت امروز افتتاح و به بهره‌برداری سپرده‌شد.
این ساختمان به هزینه ۷۰ میلیون افغانی از بودیجه دولت ساخته شده که دارای ۵ طبقه می‌باشد و مجهز با تمام سهولت‌های اداری است.
در محفل افتتاح این ساختمان مولوی عطاءالله‌عمری وزیر زراعت،  آبیاری و مالداری صحبت نموده در بخشی از سخن‌هایش گفت:" این ساختمان سرمایه ملت است، مسوولان حکومتی خدمتگار برای مردم و پلی میان ملت و حکومت می‌باشند، مسوولان فعلی تعهد صادقانه و مخلصانه برای مردم و آبادی افغانستان دارند، تکمیل شدن کار این ساختمان می‌تواند در راستای سهولت‌های کاری و خدمت به مردم کمک نماید، بهره‌برداری آن را به خانواده دهقان و شما سروران گرامی مبارک باد می‌گوم، امیدوارم در جریان زمان مسوولیت‌ای‌که در این ساختمان داریم مصدر خدمت بیشتر به ملت خود شویم".
وزیر زراعت در ادامه‌ صحبت‌ها گفت که امارت اسلامی و وزارت زراعت در حمایت از سرمایه‌گذاران، دهقانان و مالدارن افغانستان می‌باشد. 
وی گفت:" تلاش و تعهد داریم بسترهای سرمایه‌گذاری را به مردم مساعد کنیم، از همه سرمایه‌داران می‌خواهم که بیایند در بخش زراعت و مالداری سرمایه‌گذاری نمایند وزارت زراعت همه سهولت‌ها را برای شان مساعد ساخته‌است، این اداره وزارت افغان شمول و خدماتی می‌باشد. الله"ج" نعمت‌های بزرگ برای کشت و زراعت افغانستان ارزانی کرده‌است، آب فراوان، زمین زیاد و حاصلخیز، هوای مناسب داریم، بدبختانه در گذشته کار نشده، از خاطر فقر و بیکاری مردم به مهاجرت روی آورده‌اند، حال وقتش رسیده که به مردم جنگ زده خود خدمت کنیم، سکتور خصوصی و سرمایه‌داران می‌توانند نقش فعال و موثر اجرا نمایند، از زمان مسوولیت من در این سکتور به میلیون‌ها افغانی روزانه سرمایه‌گذاری می‌شود، شب و روز مردم مراجعه می‌کنند تا برای شان زمین اجاره بدهیم و این کار را می‌کنیم تا در راستای کاهش فقر و مهاجرت نقش موثر داشته باشد".
آقای عمری افزود که جهاد امروز بر می‌گردد  به سرمایه‌داران.
" مجاهدین امروزی ما در مقابل فقر و گرسنگی، تهدیدها و تحریم‌های جهانی سرمایه‌گذاران هستند، با سرمایه‌گذاری شان خرما و ثواب حاصل می‌کنند، سرمایه شان زیاد میشود و به مردم هم خدمت می‌شود، بدون کدام مزاحمت و جنجالی بیایند سرمایه‌گذاری کنند،، امیرالمومنین صاحب هم میگوید که از زمین‌ها و آب افغانستان استفاده صورت بگیرد، هدف ما هم همین است که راه‌های اصولی و سهولت را برابر کنیم تا پول داران بتوانند کار نمایند، به امید روزی که از تهدیدها و تحریم‌های جهان خلاص شویم و به خود کفایی برسیم".
خلیل احمدپیام رئیس شرکت مقدس کوثر که مسوولیت اعمار این ساختمان را داشت نیز صحبت نموده و از امارت اسلامی خواسته که سرمایه‌گذاران را حمایت نمایند.
آقای پیام گفت:" این ساختمان در پنج طبقه ساخته شده، هر طبقه دارای ۸۰۰ متر مربع مساحت است، مجهز با کمره‌های امنیتی، اطفائیه، پارکینگ موتر، دفاتر ادار، لفت و سیستم انترنت می‌باشد".

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS