خوست کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو تخنیکي کړنې 

mail-admin
Mon, Feb 27 2023 3:39 PM
خوست کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو تخنیکي کړنې 

۸ کب ۱۴۰۱ه‍.ش
۶ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۴ ه‍.ق
خوست کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو د تخنیکي پلاوي غونډه جوړه او پر بېلابېلو موضوعاتو هر اړخیزې خبرې وشوې.
د غونډې په پیل کې د تيرې ورځې په ځينو مهمو موضوعاتو باندې مفصلې خبرې وشوې. په دې غونډه کې دغه راز د صبريو ولسوالی په کرړو سیمه کې د ۱۱۰ جريبه ځمکې موضوع چې تېره اوونۍ ترې ليدنه شوي وه خبرې اترې وشوې،  چې اسناد او سوابق به يې دقيق وڅېړل شي. وروسته تخنيکي پلاوی د خوست ګربزو ولسوالی اړوند د کړم سيمې ته ولاړ او په ذکرشوي سیمه کې يې له هغه ځمکې څخه ليدنه وکړه چې د ډبرو سکرو د بسته بندى او پروسس لپاره انتخاب شوي ده خو خلک يې د ځان ملکيت بولي او عملاً په سیمه کې د شريعت د اصولو مطابق نوموړي سیمه د نيڔدې کلي خاصه مرعي وبلل شوه چې په هکله به يې تفصيلي راپور او اسناد د لوړو مقاماتو سره شريک شي.
باید وویل شي، چې د ځمکو د غصب د مخنيوي کميټې تر دې دمه په خوست ولایت کې د ډېرو امارتي ځمکو د غصب مخنيوی کړی او د ټول ولايت په کچه د ځمکو د‌ غصب د مخنيوي او د‌ غصب شويو ځمکو د‌ بېرته ګرځولو په موخه يې د عملياتي پلان تطبيق جريان لري.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS