لغمان کې د کوچیانو څارویو د خوندیتوب په پار هڅې

mail-admin
Mon, Feb 27 2023 3:36 PM
لغمان کې د کوچیانو څارویو د خوندیتوب په پار هڅې

۸ کب ۱۴۰۱ه‍.ش
۶ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۴ ه‍.ق
د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د افغانستان لپاره د هالنډ کمېټې (DCA) په همکارۍ په لغمان کې د مېشتو کوچیانو د څارویو خوندیتوب او د ناروغیو مخنیوي په پار ۳۰ زره د څارویو د ریخک یا (Entertoxma) واکسین او ۳۰ زره د داخلي چنجیو ضدر درملو د پلي کولو کمپاین د دې ولایت مرکز مهترلام له تبۍ کونج او ارهنډې سیمې څخه پیل شوی دی.
ددې کمپاین په پیل غونډه کې د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی محمدولي محسن د افغانستان لپاره د هالنډ کمېټې له چارواکو څخه مننه وکړه، چې تل یې د مالدارانو ستونزو ته رسېدنه کړې ده. ښاغلي محسن د یادې کمېټې له چارواکو وغوښتل، چې دې ورته نورې پروژې هم پلي کړي، چې د مالدارۍ سکټور ته یې ګټې ورسېږي او پراختیا ومومي.
دغه راز د لغمان دکرنې رییس مولوی محمد ولي محسن لغمان مېشتو کوچیانو ته سپارښتنه وکړه، چې ددې ولایت د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت ډاکټران د دوی په چوپړ کې دي او دوی کولای شي، چې د خپلو څارویو د درملې او ستونزو د حل په پار دوی ته مراجعه وکړي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS