کندهار کې د نیالګیو اېښودلو کمپاین پیل شو

mail-admin
Sun, Feb 26 2023 4:33 PM
کندهار کې د نیالګیو اېښودلو کمپاین پیل شو

۷ کب ۱۴۰۱ه‍.ش
۵ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۴ ه‍.ق
دکندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا په دې ولایت کې د نیالګیو اېښودلو کمپاین رسماً پیل شوی دی.
په هغه غونډه کې، چې په همدې موخه د کندهار دکرنې ریاست اړوند کوهکران څېړنیز فارم کې جوړه شوې وه، د کندهار مرستیال والي، مولوی حیات الله مبارک، د کندهار دکرنې رییس مولوی محمود مظلوم، د علماو شورا مرستیال مولوی اختمر محمد زعفراني، د سوداګرۍ خونې رییس حاجي صدیق مهمند، د کندهار د ښارجوړونې رییس مولوی عبدالمتین عاشق، د کانونو او بټرولیم رییس مولوی عبدالحنان حامد، د کندهار ښاروال حاجي نعمت الله حسن، د استناق څارونوالی رییس مولوی غوث الدین ثاقب، یوشمېر سوداګر، علماوو، خبریالانو او د ځینو ریاستونو استازو ګډون کړی ؤ.
په دې غونډه کې د کندهاردکرنې رییس مولوی محمود مظلوم وویل، چې ددې کمپاین په ترڅ کې به  زرګونه مثمر او غیر مثمر نیالګي کېنول شي، چې یوازې د کندهار دکرنې ریاست له خوا به د کندهار په بېلابېلو سیمو کې نږدې ۲۰ زره نیالګي کېښودل شي.
د کندهار دکرنې رییس له کندهار مېشتو وغوښتل، چې په دې کمپاین کې ونډه واخلي او د خپل هېواد په زرغونتیا کې خپله ایماني او انساني وجیبه ترسره کړي.
په همدې حال د کندهار مرستیال والي مولوی حیات الله مبارک د کندهار دکرنې ریاست کړنې وستیال او له ټولو هېوادولو څخه یې و غوښتل، چې د نیالګیو کېنولو په دې کمپاین کې دې برخه واخلي او یو نیالګی د ځان او د ګران افغانستان لپاره کېوني، ترڅو په راتلونکې کې سمسور، زرغون او ښایسته افغانستان ولرو.
ښاغلی مبارک وویل، چې په ټول هېواد کې امن راغلی دی او د کار کولو فرصتونه رامنځته شوي دي، نو په همدې موخه باید ټول خپل هېواد او ولس ته خدمت وکړو.
د کندهار مرستیال والي له خلکو او بزګرانو وغوښتل، چې دکرنې او مالدارۍ په برخه کې دې نه ستړې کېدونکي هلې ځلې وکړي، ترڅو هېواد ځان بسیاینې ته نږدې شي.
په همدې حال کې د کندهار د سوداګرۍ خونې رییس حاجي صدیق مهمند په خپلو خبرو کې د ښوونځیو، مدرسو او نورو ښوونیزو مرکزنو له استادانو وغوښتل، چې د نیالګیو په کښېنولو کې دې خپلو زده کوونکو ته لارښوونې وکړي او ګټې یې ورته بیان کړي.
په پای کې، د کندهار د علماوو شورا مرستیال مولوی اختمر محمد زعفراني او یو شمېر نورو مسوولینو د نیالګیو د کېنولو د روان کمپین، د نیالګیو د ساتنې تدابیرو، د خصوصي سکټور د همکارۍ او د نیالګیو د ساتنې او پالنې لپاره د عامه پوهاوي پر ارزښت خبرې وکړې.
په کندهار کي د نیالګیو د اېښودلو په دې کمپاین کې به د بېلابېلو ادارو په ګډه همکارۍ د کندهار ښار او ولسوالیو په ښوونځیو، پوهنتونونو، ملکي او نظامي ادارو، پارکونو او عامه ځایونو کي به زرګونه مېوه لرونکي، بې مېوې او زينتي نيالګې کېښودل شي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS