د چرګانو روزنې سکټور پر ودې دکرنې وزیر ټینګار

user-admin
Sat, Feb 25 2023 6:15 PM
د چرګانو روزنې سکټور پر ودې دکرنې وزیر ټینګار


۶ کب ۱۴۰۱ه‍.ش
۴ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۴ ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوی عطاءالله عمري ننګرهار ولایت ته دخپل سفر په ترڅ کې په دې ولایت کې د چرګانو روزنې له فارمونو څخه د لیدنې پرمهال د افغانستان د چرګانو روزنې سکټور پر ودې او پراختیا ټینګار وکړ.
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوی عطاءالله عمري د ننګرهار په ولایت کې د چرګانو روزنې له فارمونو څخه د لیدنې پر مهال د دغو فارمنو له چارواکو وغوښتل، چې د چرګانو روزنې سکټور د محصولاتو له ډلې د هګیو، غوښو او د چرګانو دانې د کیفیت او کمیت لوړلو په پار دې هلې ځلې او په یادو برخو کې دې د ننه په افغانستان کې پانګونه وکړي.
دکرنې وزیر د ننګرهار په ولایت کې د حبیب حسام تولیدي کمپلکس څخه د لیدنې پرمهال د یاد کمپلکس له چارواکو وغوښتل، چې په افغانستان کې د چرګانو روزنې سکټور د محصولاتو د کمیت او کیفیت د لوړولو په برخه کې دې پانګونه وکړي. «دکرنې وزارت پانګوالو ته د هر ډول اسانتیاوو له ډلې د ځمکې اسانتیاوو برابرولو ته ژمن دی، نو راځئ په دې سکټور کې پانګونه وکړئ، ترڅو د افغانستان د چرګانو روزنې سکټور وده وکړي، او موږ د بهرنیو هېوادونو له وابستګۍ څخه خلاص شو. د هېواد کورني اړتیاوې دې د هېواد کورني پانګوال تامین کړي.»
ښاغلی عمري د چرګانو روزنې په برخه کې د خصوصي سکټور د پانګونې قدرداني وکړه او د چرګانو د دانې تولیدي شرکتونو او د چرګانو د نورو محصولاتو له تولیدي شرکتونو څخه یې وغوښتل، ددې پرځای چې له نورو هېوادونو څخه د چرګانو خوراکي توکي واردوي په کور دننه د چرګانو خوراکي توکو د تولید په برخه کې دې پانګونه وکړي، ترڅو هم د کرنې څرځ فعال شي او هم بزګرانو ته د کار زمینه برابره شي، او په دې سره د چرګانو خوراکي توکي هم په ټیټه بیه تامینېږي.
ددې لیدنې پر مهال د بهرنيو چارو وزارت د ټرانسپورټ رييس مولوی نقیب الله ځلاند، د رياست الوزراء د دفتر مرستيال احمد الله متقي، د رياست الوزرء مطبوعاتي مسوول ملا محمد نسیم هلال، د رياست الوزراء د دفتر رياست د معينيت سکرتر مولوی عزت الله عابد، دکرنې وزارت د اطلاعاتو او عامه اړيکو رييس مولوی مصباح الدین مستعین، د ننګرهار د کانال رییس مولوی غلام الرحمن کظیم، د ننګرهار دکرنې رییس مولوی عبدالستار محمد او د کرنې وزارت سلاکارانو میرویس خوگیانی، بشیر احمد پیام، محمد ولي وزیري او عزیزالرحمن رحماني د دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزير مولوی عطاءالله عمري ملتيا کوله.


تاکید وزیر زراعت بر رشد سکتور مرغداری 
۶ حوت ۱۴۰۱ هـ.ش
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری در جریان سفر به ولایت ننگرهار از فارم‌های مرغداری  در ننگرهار بازدید کرده و  تاکید بر انکشاف و رشد سکتور مرغداری افغانستان کرد.
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری از فارم‌های مرغداری در آن ولایت بازدید کرده و از مسوولان آن خواست تا در بلند بردن کیفیت و کمیت محصولات سکتور مرغداری از جمله تخم، گوشت و دانه مردغ در داخل افغانستان سرمایه گذاری نمایند.
وزیر زراعت هنگام بازدید از کمپلکس تولیدی حبیب حسام در ولایت ننگرهار از مسوولان آن خواست تا در بلند بردن کمیت و کیفیت محصولات سکتور مرغداری افغانستان سرمایه گذاری نمایند" وزارت زراعت، آماده فراهم نمودن هرنوع سهولت از قبیل زمین و سایر امکانات برای سرمایه گذاران است پس بیاید در این سکتور سرمایه گذاری نماید تا سکتور مرغداری افغانستان رشد کند و ما از وابسته گی به کشور های خارجی خلاص شویم و نیاز داخلی کشور را سرمایه گذاران داخلی کشور تامین نمایند".
آقای عمری از سرمایه گذاری سکتور خصوصی در بخش مرغداری قدر دانی کرده و از مسوولان شرکت‌های تولیدی‌دانه مرغ و محصولات مرغ خواست تا در تولید دانه و خوارکه مرغ به جای وارد کردن آن از بیرون از کشور در داخل کشور سرمایه گذاری نمایند تا هم چرخ زراعت فعال گردد و هم زمینه کاری برای دهقانان فراهم گردد و این گونه به قیمت کم خوارکه مرغ نیز تامین می‌گردد.
در این جریان این بازدید مولوی عطاءالله عمری وزیر زارعت را مولوی نقیب الله ځلاند رییس ترانسپورت وزارت امور خارجه، احمد الله متقی معاون ریاست دفتر ریاست الوزرا، ملا محمد نسیم هلال مسول مطبوعاتی ریاست الوزرا، مولوی عزت الله عابد سکرتر معینیت ریاست دفتر رییس الوزرا، مولوی مصباح الدین مستعین رییس اطلاعات و آگاهی عامه، مولوی غلام رحمان کظیم رییس کانال ننگرهار، مولوی ستار رییس زراعت ننگرهار و میرویس خوگیانی، بشیر احمد پیام، محمد ولی وزیری، عزیزالرحمن رحمانی مشاورین وزارت زراعت همراهی می‌کردند .

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS