دکرنې وزیر: پانګوالو ته هر ډول اسانتیاوو برابرولو ته چمتو یو

user-admin
Sat, Feb 25 2023 6:05 PM
دکرنې وزیر: پانګوالو ته هر ډول اسانتیاوو برابرولو ته چمتو یو


۶ کب ۱۴۰۱ه‍.ش
۴ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۴ ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوی عطاءالله عمري د ننګرهار په ولایت کې د څاڅکي سیسټم اوبوخور بڼونو په پرانیست غونډه او د څاڅکي اوبوخور سیسټمونو څخه دلیدنې پر مهال له پانګوالو وغوښتل، چې په افغانستان کې دننه پانګونه وکړي او دکرنې وزارت دوی ته د هر ډول اسانتیاوو برابرولو له ډلې د ځمکې اسانتیاوو برابرولو ته چمتو دی.
په هغه غونډه کې،چې د اسلامي امارت د یوشمېر چارواکو او یوشمېر پانګوالو په حضور کې په سل جریبه ځمکه کې د څاڅکي اوبوخور سیسټم د پرانیستې په موخه جوړه شوې وه او د هغو بڼونو څخه چې د څاڅکي په سیسټم خړوبېږي د لیدنې پر مهال دکرنې وزیر مولوی عطاءالله عمري له خصوصي سکټور څخه دکرنې وزارت ملاتړ اعلان کړ او زیاته یې کړه: «موږ په خپل هېواد کې ډېر زیات امکانات لرو، چې په وروستیو سو لسیزو کې د جګړې او نورو ستونزو له وجې مو ورته لاس رسی نه درلودل، خو تر وفتحې وروسته په دې وروستی یو نیم کال کې له امکاناتو څخه د ګټې اخیستنې په موخه وضعیت ډېر ښه شوی دی او له دغو امکاناتو څخه د ګټې اخیستنې په برخه کې اساسي ونډه زموږ د پانګوالو ده.»
ښاغلی عمري دغه راز له پانګوالو وغوښتل، چې رادې شي او له کوم خطر او ګواښ پرته دې په خپل هېواد کې پانګونه وکړي:«موږ دکرنې په وزارت کې په هره کچه ځمکه چې دوی ورته اړتیا ولري د دوی په اختیار کې ورکوو او ترڅنګ یې هر ډول اسانتیاوې هم ورته برابروو. دکرنې وزارت د کرنې د پراختیا صندوق لري، چې له دې لارې سوداګر چې څومره پیسې وغواړي ورته برابروي ترڅو دوی راشي او د کرنې، مالدارۍ، اوبولګولو، چرګانو روزنې، بڼوالۍ او نورو سکټورونو کې پانګونه وکړي.»
په همدې حال کې یوشمېر هغه پانګوال چې په بڼونو کې د څاڅکي اوبوخور بڼونو په جوړولو کې یې پانګونه کړي دي، د کرنې له وزارت څخه د اسانتیاوو برابرولو په ځانګړې توګه د پانګونې په پار دوی ته دځمکې اسانتیاوو برابرولو په موخه دکرنې له وزارت څخه مننه وکړه او د خپلو بڼونو د لا پراختیا په پار د ا.ا.ا د ملاتړ او همکارۍ غوښتونکي شول.
د سپین غر شرکت تخنیکي مسوول محمد غزیر سعیدي وویل: «موږ نږدې پنځه کال وړاندې په ننګرهار کې د څاڅکيی ابوخور سیسټم څخه کار واخیست، په دې وخت کې هیڅ څوک باور نه درلود، چې دا سیسټم بریالی شي او ښه پایله ورکړي، خو موږ په دې بڼه پنځه سوداګریز بڼونه جوړ کړل، چې پایله یې غوره وه، په همدې موخه نور خلک هم وهڅېدل او د څاڅکي اوبوخور په سیسټم یې بڼونه جوړ کړل.»
د ننګرهار ولایت دکرنې ریاست د چارواکو په خبره دمګړۍ په ننګرهار کې د څاڅکي اوبوخور په سیسټم سمبال څه باندې ۵۰۰ جریبه بڼونه جوړل شوي دي او دا لړۍ روانه ده.
په همدې حال کې د ننګرهار د کانال رییس مولوی غلام الرحمن کظیم د ابادۍ او زرغونتیا په پار د کرنې وزارت پر هلو ځلو خبرې وکړې او زیاته یې کړه: «په کوم ځای کې، چې موږ یو په وروستیو لسیزو کې په کې کوم کار نه دی شوی، ویجاړه پاتې وه، خو اوس داسیمه اباده شوې ده، او په کې بڼونه جوړ شوي دي، د هېواد ابادۍ او زرغوتیا په پار زموږ هلې ځلې روانې دي او له خلکو هم غواړو چې په دې برخه کې دې له موږ سره همکاري وکړي.»
دا غونډه  د بهرنيو چارو وزارت د ټرانسپورټ رييس مولوی نقیب الله ځلاند، د رياست الوزراء د دفتر مرستيال احمد الله متقي، د رياست الوزرء مطبوعاتي مسوول ملا محمد نسیم هلال، د رياست الوزراء د دفتر رياست د معينيت سکرتر مولوی عزت الله عابد، دکرنې وزارت د اطلاعاتو او عامه اړيکو رييس مولوی مصباح الدین مستعین، د ننګرهار کانال رییس مولوی غلام الرحمن کظیم، د ننګرهار دکرنې رییس مولوی عبدالستار محمد او د کرنې وزارت سلاکارانو میرویس خوگیانی، بشیر احمد پیام، محمد ولي وزیري او عزیزالرحمن رحماني په شتون کې په لاره اچول شوې وه.

وزیر زراعت:
ما آماده فراهم نمودن هر نوع سهولت برای سرمایه‌گذاران می‌باشیم
 ۶ حوت ۱۴۰۱ ه‍.ش 
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت در جریان  افتتاح و بازدید از سیستم‌های آبیاری قطره‌ای در ولایت ننگرهار از سرمایه‌گذاران خواست تا در داخل افغانستان سرمایه‌گذاری نمایند و وزارت زراعت آماده فراهم نمودن هر نوع سهولت از جمله زمین برایشان می‌باشد.
طی برنامه‌ای که به منظور افتتاح سیستم آبیاری قطره‌ای در صد جریب باغ و بازدید از باغ‌های که با سیستم آبیاری قطره‌ای ساخته شده است، با حضور داشت شماری از سرمایه‌گذاران و مسولان امارت اسلامی برگزار شده بود مولوی عطاءالله الله عمری وزیر زراعت حمایت وزارت زراعت را از سکتور خصوصی اعلام کرد افزود « ما در ملک خود امکانات بسیار فراوانی داریم که در چند دهه اخیر بنا بر مشکلات و جنگ‌ها به آن دسترسی نداشتیم که پس از فتح در این یک‌و نیم سال اخیر وضعیت بسیاری خوبی برای استفاده از این امکانات فراهم شده است و نقش اساسی را در استفاده از این امکانات سرمایه‌گذاران ما ایفا می‌کنند».
آقای عمری همچنان از سرمایه‌گذاران دعوت کرد که بیایند و در ملک خود بدون احساس  کدام خطر سرمایه‌گذاری نمایند و ما در وزارت زراعت هر قدر سهولت و زمینی که می‌خواهند در اختیار شأن قرار می‌دهیم و  یک صندوق انکشاف زراعتی وزارت زراعت دارد که هر مقدار پولی که تجار بخواهند برایشان فراهم می‌نماید تا بیایند در سکتورهای زراعت، مالداری، آبیاری، مرغداری، باغداری و سایر سکتورها سرمایه‌گذاری کنند».
در همین حال شماری از سرمایه‌گذارانی که بالای  احداث باغ‌ها به سیستم آبیاری قطره‌ای سرمایه‌گذاری کرده اند از وزارت زراعت بابت فراهم نمودن سهولت‌ها خصوصا زمین برای سرمایه‌گذاری سپاسگزاری کرده و خواستار حمایت و پشتیبانی ا.ا.ا برای انکشاف ‌باغ هایشان شدند.
محمد عزیز سعیدی مسوول تخنیکی شرکت سپین‌غر گفت« پنج سال قبل ما سیستم آبیاری قطره‌ای را در ولایت ننگرهار به کار بردیم و باور هیچ کس نمی شد که نتیجه بدهد اما ما پنج باغ تجارتی با این سیستم احداث نمودیم نتیجه بسیار خوب داد و دیگران نیز تشویق شده و به احداث باغ‌ها با سیستم آبیاری قطره‌ای رو آوردند».
به گفته مسوولان زراعت ولایت ننگرهار در حال حاضر بیشتر از پنجصد جریب باغ با سیستم آبیاری قطره‌ای ساخته شده است که این روند ادامه دارد.
در همین حال مولوی غلام رحمان کظیم رییس کانال ننگرهار وزارت زراعت از تلاش‌های وزارت زراعت به منظور سرسبزی و آبادی سخن زده افزود« در جای که ما قرار داریم در چندین دهه اخیر کاری نشده بود ویرانه مانده بود اما حالا تمام آن آباد شده و باغ‌ها در آن ساخته شده است و تلاش ما برای آبادی وطن ادامه دارد و از مردم هم می‌خواهیم که در این راه همکار ما باشند».
 این برنامه با حضور داشت مولوی عطاءالله عمری، مولوی نقیب الله ځلاند رییس ترانسپورت وزارت امور خارجه، احمد الله متقی معاون ریاست دفتر ریاست الوزرا، ملا محمد نسیم هلال مسول مطبوعاتی ریاست الوزرا، مولوی عزت الله عابد سکرتر معینیت ریاست دفتر رییس الوزرا، مولوی مصباح الدین مستعین رییس اطلاعات و آگاهی عامه، مولوی غلام رحمان کظیم رییس کانال ننگرهار، مولوی ستار رییس زراعت ننگرهار و میرویس خوگیانی، بشیر احمد پیام، محمد ولی وزیری، عزیزالرحمن رحمانی مشاورین وزارت زراعت برگزارشد .

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS