دکرنې وزیر په تورخم کې دکرنې وزارت قرنطين اسټېشن څخه ليدنه وکړه

user-admin
Sat, Feb 25 2023 12:33 PM
دکرنې وزیر په تورخم کې دکرنې وزارت قرنطين اسټېشن څخه ليدنه وکړه


دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزير مولوی عطاءالله عمری او ورسره مل پلاوی ننګرهار ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې د تورخم په بندر کې د قرنطين له مرکزونو څخه ليدنه وکړه.
ددې ليدنې په ترڅ کې، چې د ننګرهار دکرنې رييس مولوی عبدالستار محمد او د ننګرهار د کانال رييس مولوی غلام الرحمن کظیم، دکرنې وزير مولوی عطاءالله عمري ملتيا کوله، ښاغلی عمري د قرنطين اسټېشن د کارکوونکو ستونزې او وړانديزونه واوریدل او د تشکيل د پراختيا او د وارداتي محصولاتو د ټسټ او کنټرول د وسايلو معياري کولو په پار اړوندو چارواکو ته لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.
ښاغلی عمري د مالدارۍ او کرنيزو وارداتي توکو د کنټرول په موخه په بندروتو کې دکرنې وزارت د قرنطين اسټېشنونو شتون اړين وبلل او زياته يې کړه: "دا مرکزونه هېواد ته د وارداتي توکو د بررسۍ مسووليت لري او بايد ټول هغه محصولات، چې هېواد ته واردېږي په جدي توګه بررسي او ترې څارنه ووشي ترڅو زموږ هېواد ته بې کيفيته توکي وارد نشي."
دکرنې وزارت د بوټو ساتنې رياست هېواد ته د مالدارۍ او کرنيزو وارداتي توکو دکنټرول په موخه د هېواد په بندرونو کې د قرنطين مرکزونه لري.

بازدید وزیر زراعت از قرنطین استیشن وزارت زراعت در بندر تورخم
۴ حوت ۱۴۰۱ ه‍.ش
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری و هیئت همراه شان در جریان سفر به ولایات ننگرهار از مراکز قرنطین استیشن در بندر تورخم بازدید کردند.
وزیر زراعت در جریان این بازدید که مولوی عبدالستار رییس زراعت ولایت ننگرهار و مولوی غلام الرحمن کظیم رییس کانال ننگرهار حضور داشتند مشکلات و پیشنهادات کارمندان قرنطین استیشن را استماع نمود و هدایت لازم را جهت وسعت تشکیل و  معیاری سازی وسایل تست و کنترل محصولات وارداتی به مسولان مربوطه سپرد.
آقای عمری مراکز قرنطین استیشن وزارت زراعت در بنادر را جهت کنترل اقلام   وارداتی زراعتی و مالداری  مهم دانسته افزود « این مراکز مسولیت بررسی اقلام وارداتی را در کشور دارند و باید به گونه جدی از محصولات وارداتی به کشور بررسی و نظارت نمایند تا به کشور ما مواد بی‌کیفیت وارد نگردد.
ریاست حفاظت نباتات وزارت زراعت در بنادر کشور جهت کنترل اقلام وارداتی زراعتی و مالداری مراکز قرنطین استیشن دارد.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS