د نورستان دکرنې رییس په ختیځ کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې چارواکو سره وکتل

mail-admin
Wed, Feb 22 2023 10:20 AM
د نورستان دکرنې رییس په ختیځ کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې چارواکو سره وکتل

د نورستان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی سلیمان ایمن، په داسې حال کې، چې ددې ادارې د کرنیزو چارو آمر محمدحنیف افغان، د حیواني روغتیا او مالدارۍ آمر ډاکټر بختیار، د پلان او برنامو همغږۍ مدیر عنایت الرحمن یې ملتیا کوله، په ختیځ زون کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «FAO» مشر خوشحال آصفي او یوشمېر نورو چارواکو سره په کتنه کې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې اترې وکړې.
په دې کتنه کې د نورستان دکرنې رییس مولوی سلیمان ایمن په دې ولایت کې پر روانو کرنیزو پروژو، ستونزو، حل لارو او فرصتونو خبرې وکړې.
په دې غونډه کې دغه راز د نورستان نورو ولسوالیوتو ته د ځمکو او ځنګلو ساتنې تل پاتې پروژې (FAO-GEF7)  پر غځولو هم خبرې وشوې، یاد پروژه د ځنګلونو او څړځایونو په خوندیتوب کې حیاتي ارزښت لري.
دغه راز د کشتوزو او کامدیشو قومونو دکورونو، کروندو او ویالو بیارغونې په موخه هم هر اړخیزې خبرې اترې وشوې، چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې چارواکو په یادو برخو کې د هر اړخیزې همکارۍ او مرستې ژمنه وکړه.
په همدې حال کې د نورستان دکرنې رییس مولوی سلیمان ایمن، د WFP، OCHA او UNDP ادارو له چارواکو سره په کتنه کې هم د کامدیشو او کشتوزو قومونو دکروندو، ویالو ا کرنې برخه کې د نورو په موخه همکاریو غوښتنه وکړه.
د نورستان دکرنې ریاست هلې ځلې کوي، چې د مرستندویو ادارو په همکارۍ په دې ولایت کې دکرنې په برخه کې پراختیایي پروژې پلي کړي، چې ورسره د بزګران اقتصادې ودې ته زمینه برابره او د دوی ستونزې هوارې شي.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS