د سلواغې د ۲۶مې په مناسبت دکرنې وزیر پیغام

mail-admin
Wed, Feb 15 2023 9:45 AM

د ۱۴۰۱لمریز کال د سلواغې د میاشتې ۲۶ مه له افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد د سرو لښکرو د ماتې او وتلو له ۳۴ مې کلیزې سره برابره ده.
پخواني شوروي اتحاد د خپل وحشي پوځ پر مټ په خورا استعماري، نظامي او اقتصادي غرور سره زموږ پر هېواد نظامي ظالمانه تېری و کړ؛ نږدې یو نیم مېلیون مظلوم او بیګناه افغانان یې په شهادت ورسول، په مېلیونونو نور یې معیوب او له هېواده مهاجرت ته اړ ویستل، کلي او ښارونه یې په کنډوالو بدل او حکومتي تاسیسات یې ونړول، خو افغانانو يې پر وړاندې د خپلو نیکونو په څېر مقاومت وکړ او د نيږدې ۱۰ کلنې جګړې په پایله کې یې روسانو ته داسې شرمېدلې ماته ورکړه، چې کله به یې هم هیره نکړي روسان یې دې ته اړ کړل چې د ۱۳۶۷ کال د سلواغې په ۲۶مه له افغانستان څخه پښې وباسي.
افغانانو په پوره مېړانه او شهامت سره د نړۍ ستر استعمارګر هېواد دړې وړې کړ او نړۍ ته يې وښوده، چې افغانان په هر ډول حالاتو کې د خپلې خاورې، ناموس او عزت د ساتلو په موخه هرې قربانۍ او سرښندنې ته چمتو دی، او د نړۍ هیڅ قدرت ته به اجازه ور نه کړي چې د افغان ولس د دودونو او مقدساتو پر وړاندې ودريږي.
د سلواغې۲۶مه د افغان ویاړلي تاریخ له هغو روښانو ورځو څخه یوه ده، چې راتلونکي نسلونه به یې تل ترې په پوره ویاړ یادونه کوي او د راتلونکي نسل لپاره به د مېړانې، غېرت او شهامت له درسونو ډک باب وي.
په داسې حال کې د افغان مجاهدو شازلميو او نامتو غازیانو د دغه تاریخي ویاړ مبارکي د افغانستان ټول مجاهد ملت ته وړاندې کوم؛ چې زموږ مجاهدو شازلمیو او نامتو غازیانو د خپلو پلرونو او نیکونو تاریخ یوځل بیا ژوندۍ کړ او غربي استعمار ګرو سره په سپېڅلې مبارزه کې سرلوړې ووتل او نړیوالو ښکیلاکګرو او د هغوی ملاتړو ته هماغسې د عبرت نه ډک درس ورکړل لکه څنګه یې، چې د روس او وارسا کمونیستي بلاک ته ورکړي ؤ.
اسلامي ارزښتونو او د دې خاورې زرین تاریخ ته درناوی او د هغه ساتنه زموږ وجیبه ده، چې هرکله درناوی ورته کوو.
زموږ ګران هېواد افغانستان پراخې کرنيزې ځمکې، پريمانه اوبه، بې ساري انساني ځواک او هر ډول کرکيلې ته مناسبه اقليم لري، خو د استعمارګرو ځواکونو د بې رحمانه يرغل او څه د پاسه څلورو لسېزو جګړو له وجې د نورو بنسټونو ترڅنګ د هېواد د کرنې او مالدارۍ سکټور ته هم درانه زيانونه رسېدلي دي. د اسلامي امارت په بيا واکمنېدو سره په تېر  نږدې يونيم کال کې دکرنې او مالدارۍ سکټور د پياوړ  تيا په پار ډېرې هلې ځلې شوي دي، خو موږ يوځل بيا ژمنه کوو چې ددې مهم سکټور د پياوړتيا او ودې په پار نه ستړې کېدونکي هلې ځلې کوو، تر څو هېواد مو ځان بسياينې ته ورسېږي او له اقتصادي او سياسي اړخه د خپل هېواد خپلواکي وساتو.
په درنښت 
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر 
مولوی عطاءالله عمري

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS