کندهار کې د امارتي ځمکو د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو تخنیکي پلاوی غونډه

mail-admin
Tue, Feb 14 2023 10:57 AM
کندهار کې د امارتي ځمکو د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو تخنیکي پلاوی غونډه

۲۵ سلواغه ۱۴۰۱ه‍.ش
۲۳ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۴ ه‍.ق
دکندهار ولایت د امارتي ځمکودغصب مخنیوی اوغصب شویوځمکو بېرته راګرځولو تخنیکي ټیم د یاد ټیم رییس مولوي محمود مظلوم په مشرۍ د کندهار دکرنې په ریاست کې غونډه دائره کړه.
په دې غونډه کې د تخنیکي پلاوی غړي، د عدلیې رییس مولوی نورآغا هاشمي، ښاروال حاجي نعمت الله حسن، د استناف څارنوالی رییس مولوی غوث الدین ثاقب، د امنیه قومندانۍ مرستیال ملا نورالله مدثر،  د ښار جوړونې رییس مولوی عبدالمتین عاشق، د کدستر آمر احسان الله الهام، د قضایای امارت آمر مولوی تاج محمد خلیلي، د کار او ټولنیزو چارو رییس عبدالخالق عبدالله او د مستوفیت رییس ملا حکمت الله اخند کډون کړی و.
په دې غونډه کې د ځمکې غصب او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو په موخه هر اړخیزې خبرې اترې وشوې، چې په میرویس مېنه کې د جومات د ځمکې غصب، د کندهار ښار پنځمې ناحیې په ظریفي مېنه کې د عمومي زابر د حریم او دولتي ځمکو د غصب په اړه بحث، د صنعتي پارک اړوند موضوع، د آریانا افغان هوايي شرکت اړوند موضوع، د نېش ولسوالی کې د دوو کلیو د وېش اړوند موضوع او د راتلوکې کال پر پلان خبرې اترې ددې غونډې اساسي موضوعات ول.
باید وویل شي، چې کندهار کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو د کمېټه تر دې دمه په دې ولایت کې د ډېرو امارتي ځمکو د غصب مخنيوی کړی او د ټول ولایت په کچه د ځمکو د‌ غصب د مخنيوي او د‌ غصب شويو ځمکو د‌ بېرته ګرځولو په موخه يې د عملياتي پلان تطبيق جريان لري.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS