کندهار ته دکرنې وزیر سفر

mail-admin
Tue, Feb 14 2023 10:20 AM
کندهار ته دکرنې وزیر سفر

۲۵ سلواغه ۱۴۰۱ه‍.ش
۲۳ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۴ ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوی عطاءالله عمري کندهار ولایت ته د سفر په ترڅ کې ددې ولایت دکرنې رییس مولوی محمود مظلوم او ددې ادارې له کارکوونکو سره په کتنه کې د دوی ستونزې او وړاندیزونه واورېدل.
ددې لیدنې په ترڅ کې د کندهار دکرنې رییس مولوی محمود مظلوم د کندهار دکرنې ریاست د کړنو، فعالیتونو او لاسته راوړنو په هکله دکرنې وزیر ته معلومات وړاندې کړل.
په همدې حال کې دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوی عطاءالله عمري د کندهار دکرنې ریاست کړنې او فعالیتونه وستایل او دوی ته د بشپړ همکارۍ ډاډ ورکړ.
تر دې لیدنې وروسته په داسې حال کې، چې دکندهار دکرنې رییس مولوی محمود مظلوم او یوشمېر نورو سیمه ییزو چارواکو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوی عطاءالله عمري ملتیا کوله، ښاغلی عمري په کندهار کې د «میلکو» او د افکو(عینومېنې) شرکتونو څخه لیدنه وکړه.
ددې لیدنې په ترڅ کې مولوی عطاءالله عمري د یادو شرکتونو کړنې او فعالیتونه وستایل او ویې ویل: «له تاسو مننه کوم، چې په خپل هېواد کې مو پانګونه کړی دی، او خپلو هېوادوالو ته مو د خدمت او کار زمینه برابره کړې ده».
دکرنې وزیر مولو عطاءالله عمري د یادو شرکتونو چارواکو ته ډاډ ورکړ، چې دکرنې وزارت به تل د دوی ملاتړ کوي او له دوی سره همکارۍ ته چمتو ده.
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر عطاءالله عمري د کندهار ولایت دکرنې او مالدارۍ سکټور د ارزونې  په پار کندهار ته سفر کړی دی. دغه راز ټاکل شوې، چې دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوی عطاءالله عمري ددې سفر په ترڅ کې د کندهار ولایت له سیمه ییزو چارواکو، بزګرانو او مالدارانو سره هم وګوري او د دوی ستونزې او مشکلات واوري.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS