دکرنې وزیر دکندهار له والي سره وکتل

mail-admin
Mon, Feb 13 2023 10:24 AM
دکرنې وزیر دکندهار له والي سره وکتل

۲۴ سلواغه ۱۴۰۱ه‍.ش
۲۲ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۴ ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست وزیر مولوي عطا‌ءالله عمري کندهار ته د خپل سفر په ترڅ  کې،  د کندهار والي الحاج محمدیوسف وفا سره په داسې حال کې وکتل، چې د کندهار ولایت مقام د دفتر رییس مولوي محب‌الله ګرمسیري، د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمود مظلوم او حاجي قاري عبدالسلام عمري هم حضور درلود. 
ددې کتنې په ترڅ کې دواړو خواوو دکندهار ولایت دکرنې او مالدارۍ سکټور پر بېلابېلو برخو هر اړخیزې خبرې وکړې.
د کرنې وزیر مولوی عطاءالله عمري په خپلو خبرو کې وویل: «افغانستان دکرنې او مالدارۍ په برخه کې یو پیاوړی هېواد دی، چې تر ۸۰ سلنه ډېر وګړي یې په کرنه او مالدارۍ بوخت دي؛ اوس چې دکال پای او د نوي کال پیل دی دکرنې وزارت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ په برخه کې د ښه پرمختګ په موخه پر چمتووالی بوخت دي، دکرنې وزارت د راتلونکی کال ټول پلانونه مې له عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب هبت الله حفظ الله په تازه لیدنه کې شریک کړل، چې دېر ژر به منظور او راتلونکی کال کې به ورباندې عملاً کار پیل شي.»
ښاغلی عمري په خپلو خبرو کې زیاته کړه، چې د کرنې د پرمختګ په موخه د اوبو سم مدیریت په کار دی هغه وویل: «الحمدالله ټول مسئولین د هېواد د اوبو د سم مُدیرت په برخه کې شپه او ورځ کار کوي». د کرنې وزیر دغه راز وویل، چې د راتلونکي کال په پلانونو کې یې نه یوازې د کندهار؛ بلک د ټول هواد هغه سیمي هم په پلانونو کي ځای پر ځای کړي، چېرې چې د اوبو بندونو او چیک ډمونو ته ډېره اړتیا ده او د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ‌صاحب حفظه‌الله تر منظورۍ وروسته به یې وزارت رسماً د جوړېدو چاري پيل کړي.
ورپسې د کندهار والي حاجي محمد یوسف دکرنې وزیر مولوی عطاءالله عمري ته د ښه راغلاست ترڅنګ په خپلو خبرو کې د کندهار ترڅنګ په ټولو ولایتونو کې دکرنې وزارت د مشرتابه او رئیسانو کړنې او فعالیتونه وستایل او هم یې مننه وکړه، چي د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ په برخه کې یې هر وخت د ولایتي ادارې سره اوږه په اوږه او په پوره همږغۍ سره ټولي چارې مخته وړي.
د کندهار والي د دوی د فعالیتونو د ستاینې ترڅنګ غوښتنه وکړه، ترڅو بهرني موسسې او ادارې په ریښتنې توګه په افغانستان کې د بندونو او چیک ډمونو جوړېدو ته راجلب کړي او همدا راز یې وویل؛ دا چې د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ‌صاحب حفظه‌الله د حکم په اساس په ټول هېواد کې د کوکنارو او بنګو کښت بند شوی؛ په همدې موخه دکرنې وزارت دې باید پر بدیل کښت کار وکړي. 
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر عطاءالله عمري د کندهار ولایت دکرنې او مالدارۍ سکټور د ارزونې ا په پار کندهار ته سفر کړی دی. دغه راز ټاکل شوې، چې دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوی عطاءالله عمري ددې سفر په ترڅ کې د کندهار ولایت له سیمه ییزو چارواکو، بزګرانو او مالدارانو سره هم وګوري او د دوی ستونزې او مشکلات واوري.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS