لوګر کې یوشمېر بزګران وروزل شول
د لوګر دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د «HRDA» مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت مرکز پل علم اړوند پادخواب شانې سیمې یوشمېر بزګران د سبو کرکیلې په برخه کې روزلي دي.
د لوګر دکرنې ریاست وایي، چې یادو بزګرانو ته د سبو کرکیلي اړوند روزنه ورکړل شوې ده.
ددې پروګرام موخه د بزګرانو وړتیاوې لوړول او د سبو د حاصلاتو زیاتوالی دی.
