خوست کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو تخنیکي پلاوي هلې ځلې
خوست کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو د تخنیکي پلاوي غونډه جوړه او پر بېلابېلو موضوعاتو هر اړخیزې خبرې وشوې.
د غونډې په پیل کې د تيرې ورځې په ځينو مهمو موضوعاتو باندې مفصلې خبرې وشوې. ورپسې د خوست ښار اړوند سیګي سیمې ته ولاړ او د نوموړي سیمې په بېلابېلو موقعيتونو کې يې هغه کورونه او تصرفات چې د غاصبينو لخوا نوي ترسره شوي ول تخريب کړل او هم يې ترسره کونکو خلکو ته په راتلونکې کې د دا ډول کار د نه ترسره کيدو اخطاريه ورکړل شوه او هم د ذکرشوي سیمې ټولو اوسيدونکو ته سپارښتنه وشوه تر څو نوموړي ساحه په معين وخت کې تخليه کړي.
باید وویل شي، چې د ځمکو د غصب د مخنيوي کميټې تر دې دمه په خوست ولایت کې د ډېرو امارتي ځمکو د غصب مخنيوی کړی او د ټول ولايت په کچه د ځمکو د غصب د مخنيوي او د غصب شويو ځمکو د بېرته ګرځولو په موخه يې د عملياتي پلان تطبيق جريان لري.
