د ننګرهار د کانال رییس: د زیتونو بڼونه جوړ کړئ او ترې ګټه واخلئ

user-admin
Mon, Feb 06 2023 10:54 AM
د ننګرهار د کانال رییس: د زیتونو بڼونه جوړ کړئ او ترې ګټه واخلئ


۱۷ سلواغه ۱۴۰۱ه‍.ش
۱۵ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۴ ه‍.ق
د ننګرهار دکانال رییس مولوی غلام الرحمن کظیم له بزګرانو او خلکو سره په لیدنه کې له دوی څخه وغوښتل، چې د نورو مېوه لرونکو ونو ترڅنګ په خپلو ځمکو کې د زیتونو بڼونه هم جوړ کړي.
ښاغلی کظیم په خپلو خبرو کې وویل:«تاسو ته پته ده چې د ننګرهارکانال په درېيم فارم کې څه موده وړاندې په شاوخوا ۳۶۰ جریبه ځمکه د ماليي د وزیر مولوي حاجي هدایت الله بدري  او د ننګرهاروالي مولوي ملا محمد نعیم اخند په لاسونو تازه زیتون بڼونوجوړولو لړۍ پیل شو، دا هغه بڼوڼه و چې بیلابېلو ناخوالو له منځه وړي و.» 
د ننګرهار دکانال رییس مولوی غلام الرحمن کظیم وویل، چې د زیتون بوټې په ننګرهار کې ښه حاصل ورکوي، ځکه دا بوټي په هرډول خاوره «شګلنه، مټینه، ډبرینه او صحرایي» کې په بریاليتوب سره پالل کېدی او له ډېره ښه مرغه د زیتون بوټې په ننګرهارکې ښه حاصل هم ورکوي . ځکه د زیتون بوټی په هر قسم خاوره لکه (شګلنه، مټينه،ډبرینه او صحرایي ) ځمکو کې په بریالیتوب سره پالل کېدای شي، خوهغه ځمکې چې ولاړې اوبه ولري د زیتونو د کرکیلې لپاره وړ نه دي.
په هېواد کې زیتونو بڼونو ته د پاملرنې له امله ددې ګرانبیې مېوې حاصلات په زیاتېدو دي د ننګرهار ترڅنګ کندهار هم هغه ولایت دی، چې په دې وروستیو کې په کې د زیتونو حاصلات ښه شوي او د زیتونو کاروبار په غوړېدو ده.
زيتون پر دې سربېره چې خوندوره مېوه ده، د هډوکو د خرابېدو، د ځینو سرطانونو، د مفصلونو د درد او التهاب، د هاضمې سيستم د خرابوالي، حساسیتونو، د زړه او ګڼو نورو ناروغیو مخه نیسي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS