د ننګرهار شپږو ولسوالیو کې پر مالدارانو د څارویو خوراکي توکي وېشل کېږي
۱۷ سلواغه ۱۴۰۱ه.ش
۱۵ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۴ ه.ق
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادارې «FAO» په مالي او د «ACTION AID» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د شپږو ولسوالیو «خوګیاڼی، چپرهار، پچیراګام، حصارک، اچین او ګوشتې» کې په ۶۰۰۰ مالدارانو د څارویو خوراکي توکي وېشي.
ددې مرستې موخه د یادو ولسوالیو د مالدارانو ملاتړ او د مالدارۍ سکټور پیاوړتیا ده. دننګرهار دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې د څارویو د خوراکي توکو د وېش لړۍ په نږدې راتلونکي کې پیلېږي.
پر مالدارانو د څارویو د خوراکي توکو د وېش په موخه د ننګرها دکرنې ریاست له خوا تر دې مخکې په یادو ولسوالیو کې د مستحقو مالدارانو سروې ترسره او په دغو ولسوالیو کې د څاریو خوراکي توکي هم زېرمې شوي دي.
