د هلمند ولایت دکرنې نوی رییس ددې ادارې کارکوونکو ته ور وپېژندل شول

mail-admin
Sun, Feb 05 2023 9:47 AM
د هلمند ولایت دکرنې نوی رییس ددې ادارې کارکوونکو ته ور وپېژندل شول

دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا مولوي نظرمحمد صدیقي د هلمند ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ د نوي رییس په توګه تر ګمارنې وروسته ددې ریاست کارکوونکو ته وروپېژندل شو.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال مولوی فضل الباري فضلي، د تمیز محکمې مسوول شیخ مولوی سردارمحمد، د هلمند د عدلیې رییس مولوی محمدي، د هلمند د استخباراتو رییس مولوی ناظم، مستوفي مولوی حمید الله رابطه، د کور او ښارجوړونې رییس مولوی معتصم او یوشمېر نورو علماوو او مشرانوګډون درلود. 
دکرنې وزارت مالي او اداري مرستیال مولوی فضل الباري فضلي، نوی ګمارل شوی رییس ته د بریالیتوب هیله وکړه او له هغه څخه یې وغوښتل، چې د خپلو چارو په ترسره کولو کې نه ستړې کېدونکي هلې ځلې وکړي.
ښاغلی فضلي د هلمند دکرنې مخکنی رییس خدمتونه وستایل او په نوې دنه کې ورته د لازیاتو خدمتونو د توفیق د غوښتنې ترڅنګ وویل: «په اداراتو کې تغییر او تبدل د چارو د لا سمښت او بهبود په موخه ترسره کېږي.» 
د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال فضل الباري فضلي دغه راز په خپلو خبرو کې وویل: «د مشرانو د لزوم دید له مخې د هلمند د کرنې مخکنی رییس مولوی شهاب الدین د کرنې وزارت د ځمکو ادارې د لوی رییس په توګه ګمارل شوی دی او مخکنی رییس، چې مخکې د ځمکو چارو رییس و د هلمند دکرنې رییس په توګه ګمارل شوی دی.»
په دې غونډه کې د تمیز محکمې مسوول شیخ مولوی سردارمحمد په خپلو خبرو کې له ټولو کارکوونکو څخه د یووالی او اتفاق غوښتنه وکړه او ویې ویل، چې ټول باید په اتحاد او اتفاق سره مسلمانانو ته چوپړتیاوې وړاندې کړي.
په همدې حال کې د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ نوی رییس مولوی نظرمحمد صدیقي  په خپلو خبرو کې وویل، چې د هلمند ولایت د کرنې ریاست ته راتګ یو مسؤلیت ګڼم، په خپل ټول توان، هڅو او د مشرانو په مشوره به د هلمند ولایت د بزګرانو، بڼوالو او مالدارانو لپاره خدمت کوم .

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS