لغمان کې د نیالګیو کېنولو کمپاین پیل شو

mail-admin
Sat, Feb 04 2023 3:21 PM
لغمان کې د نیالګیو کېنولو کمپاین پیل شو

۱۵ سلواغه ۱۴۰۱ه‍.ش
۱۳ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۴ ه‍.ق
د لغمان ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا دنیالګیو کینولو کمپاین په داسې حال کې پیل شوه، چې دلغمان والي قاري زین العابدین عابد،دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت څخه راغلي پلاوي هریو دطبیعي سرچینو عمومي رییس مولوي عبدالاحدخلیل، د ځنګلونو دتنظیم رییس انجینر امان الله امانیار، دڅړځایونو رییس سید احمد خالد صاحبزاده، او دغه راز د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوي محمدولي محسن او دولایتي ادارو یوشمیر رییسانو او دپوهنتون محصلینو  په کې ګډون کړي وه.
یاد کمپاین د لغمان د پوهنتو په انګړ کې د یادو مشرانو له خوا د یو یو نیالګي په کېنلو سره رسماً پیل شو.
دیادو مراسمو پرمهال دلغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمدولي محسن لمړی د نیالګیو کینولو ګټې داسلام په رڼا کې بیان کړل او دلغمان په ولسونو یې غږ وکړ چې دنیالګیو کینولو په کمپاین کې برخه واخلي او دلغمان دلاسمسورتیا په پار په خپلو ځمکو کې نیالګي کینوي. ښاغلی محسن په خپلو خبرو کې وویل، چې د روان کال د نیالګیو کمپاین لپاره د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا ۲۱ زره ډول ډول نیالګي چې مېوه لروني او بې مېوې نیالګي په کې شمال دي دغه راز ۳۰۰ زره د بېرې نیالګي او ۱۲۰ زره د چهارمغزو نیالګي تولید شوي او کېنلو ته چمتو دي. ښاغلی محسن وویل، چې یاد نیالګي به ددې ولایت بېلابېلو ولایتي ادارو، اماکنو او عام المنفعه ځایونو کې کینول شي.
په ورته مهال د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځنګلونو د تنظیم رییس امان الله امانیار په خپلو خبرو کې وویل، چې دنیالګیو کینول دهېوادوالو عنعنوي او فرهنګي دود سربېره یواسلامي وجیبه ده. هغه په ټولو هېوادوالو غږ وکړ چې دهېواد د زرغونتیا لپاره نیالګي کینوي. ښاغلی امانیار وویل، چې دهېواد په کچه د کرنې وزارت له خوا دوه میلونه نیالګي تولید شوي او کرلو ته اماده دي او همدارنګه ۳۳ میلونه نیالګي د قوریه دارانو، موسساتو او خصوصي سکتور له خوا تولید شوي. هغه زیاته کړه چې دهېواد نفوس ته په کتو  یو نیالګی یو کس ته رسېږي، ترڅو هېوادوال یې په خپلو سیمو کې کینوي.
دیادو مراسمو له پای ته رسېدو وروسته دکرنې وزارت څخه راغلي پلاوي د قلعه سراج بڼ ته لاړ او هلته یې  د بیرې، چهارمغزو، ناجو او سروې نیالګیو له تولیدي قوریو څخه لیدنه.
یاد پلاوی دغه راز د قرغیو ولسوالی اړوند ګل غونډې سیمې ته سفر وکړ او هلته یې د لغمان د کرنې ریاست اړوند د بیرې مصنوعي ځنګل له نیالګیو او د SARCDO پروژې له کارونو څخه لیدنه وکړه په ورورستیو کې راغلي پلاوي ګردي کڅ ته لاړ او د ډاکټر عبدالوکیل خان د مصنوعي ځنګلي بڼ څخه لیدنه کتنه وکړه.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS