دکرنې وزیر له خوا په مزار کې یو ستر او معیاري مسلخ پرانیستل شو

mail-admin
Sat, Feb 04 2023 11:27 AM
دکرنې وزیر له خوا په مزار کې یو ستر او معیاري مسلخ پرانیستل شو

۱۵ سلواغه ۱۴۰۱ه‍.ش
۱۳ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۴ ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوی عطاءالله عمري؛ بلخ ولایت ته دخپل سفر په ترڅ کې په مزار کې یو ستر او معیاري مسلخ پرانیستل او عملاً یې په کې د څارویو د ذبحې فعالیت پیل کړ.
ددې مسلخ په پرانیست غونډه کې د بلخ امنیه قومندان مولوی مطیع الله سیف الله، د بلخ مرستیال والي عبدالهادي ابو ادریس، د بلخ د دولتي ادارو رییسانو، دکرنې وزارت یوشمېر رییسانو، قصابان، د بلخ یوشمېر مشرانو او د فاریاب یوشمېر چارواکو حضور درلود.
ددې مسلخ په پرانیست غونډه کې دکرنې وزیر مولوی عطاءالله عمري د سیمه ییزو چارواکو پر مسوولیتونو خبرې وکړې: «د سیمه ییزو چارواکو له مسوولیتونو یو هم خلکو ته چوپړتیاوې وړاندې کول او د امانت ساتل دي، ددې لپاره چې هر حکومتي چارواکی د الله «ج» او خلکو پر وړاندې ځواب ورکوونکی دی، په همدې موخه بلخ ته راغلي یو ترڅو دا مسلخ افتتاح کړو.» ښاغلی عمري دغه راز له قصابانو او دولتي اداراتو له چارواکو وغوښتل، چې ددې مسلخ د فعالیت په برخه کې همکاري وکړي.
دکرنې وزیر دغه راز دکرنې سکټور د فعالیتونو په هکله وویل:«څېړنه، ترویج، د بوټو ساتنه او قرنطین او د څارویو روغتیا د کرنې وزارت له عمده کړنو څخه دي، دکرنې او مالدارۍ چارې پر همدغو برخو ولاړ دي، دا مسلخ د صحي او باکیفیته غوښو د تولید په پار جوړه شوې ده، له تاسو نه مې غوښتنه داده، چې د مسلخ د چارو د دودولو او د عصري کرنې او مالدارۍ په چارو کې له موږ سره همکاري وکړئ.»
دکرنې وزیر د مسلخ د جوړولو د اهمیت په هکله زیاته کړه: «مسلخونه د قصابانو د منفعت او د فعالیتونو د ودې لامل کېږي، ځکه په اسانه توګه صحي او ارزانه غوښو ته لاس رسی پیدا کوي.»
دکرنې وزیر زیاته کړه، چې په تېرو کلونو کې د څارویو د ناروغۍ او د غیر صحي غوښو د پلور په موخه زرګونه خلک په بېلابېلو ناروغیو اخته شول. تېر کال یواځې په بلخ کې ۸۰ قصابان د څارویو په ناروغیو د اخته کېدو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړل.
ښاغلی عمري وویل: «کله چې څاروي دې مسلخ ته راوړل شي، د روغتیا له اړخه معاینه او وروسته بیا ذبح کېږي، او که کومه ناروغي ولري، په هیڅ صورت ورته د ذبحې اجازه نه ورکول کېږي، په دې سره ټولنه او خلک له بېلابېلو ناروغیو خوندي کېږي، د ټولنې ساتنه زموږ دنده ده.»
په دې غونډه کې دغه راز دکرنې وزیر دکرنې پر پراختیا ټینګار وکړ. هغه وویل، چې افغانستان د هرڅه دکرکیلې په موخه غوره بستر، مساعده اقلیم، زیاتې اوبه، په کافي کچه بشري ځواک او حاصل خېزې ځمکې لري.
غونډه د دعایې په لوستلو او د څو ورویو په ذبحې سره پای ته ورسېد. دغه راز دکرنې وزیر ددې ستر مسلخ له بېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړه.
د مزار مسلخ په هېواد له پنځو سترو مسلخونو څخه یو دی، چې دکرنې وزارت له خوا د شپږ میلیونه ډالرو په لګښت جوړه شوې ده، او په ټولو عصري امکاناتو سمبال دی.

وزیر زراعت یک مسلخ بزرگ و معیاری را در مزار افتتاح کرد
۱۴ دلو ۱۴۰۱ ه‍.ش
مولوی عطاالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری در سفرش به ولایت بلخ یک مسلخ بزرگ و معیاری را  افتتاح و کشتار حیوانات عملآ در آن آغاز گردید‌. 
در افتتاح این مسلخ مولوی مطیع الله سیف الله قوماندان امنیه بلخ، مولوی عبدالهادی ابوادریس معاون مقام ولایت بلخ، روسا ادارات دولتی بلخ،  روسای وزارت زراعت، قصابان، شماری از بزرگان بلخ و مسوولان فاریاب در آن حضور داشتند‌
وزیر زراعت در محفل افتتاح این مسلخ به ایراد سخن پرداخته و در مورد مسوولیت های مسوولان محلی سخن زد « که از مسوولیت های مسوولان حکومتی خدمت به مردم و امانت داری می‌باشد چون که هر مسوول حکومتی در برابر مردم و الله ج پاسخگو می‌باشند از همین خاطر به بلخ آمده‌ایم تا این مسلخ را افتتاح نماییم همین گونه از قصابان و مسوولان ادارات دولتی خواست تا در قسمت  فعالیت این مسلخ همکاری کنند». 
 وزیر  زراعت در مورد فعالیت‌های این سکتور گفت، تحقیق، ترویج، حفاظت و قرنطین نباتات و صحت حیوانی از کارهای عمده وزارت زراعت می باشد، کارهای زراعت و مالداری سر همین بخش‌ها استوار است،  این مسلخ بخاطر تهیه گوشت صحی و با کیفیت جور شده است، از شما انتظار داریم که برای نهادینه شدن فعالیت‌های مسلخ و کارهای مدرن زراعتی و مالداری همکاری کنید"
وزیر زراعت در مورد  اهمیت احداث مسلخ افزود فعالیت مسلخ‌ها باعث رشد و منفعت فعالیت‌های قصابان می‌شود. چون گوشت صحی، ارزان و بصورت آسان به دسترس شان قرار می‌گیرد. 
وزیر زراعت افزود در سال‌های گذشته مردم به دلیل بیماری حیوانات و فروش گوشت غیر صحی هزاران تن از مردم به بیماری‌های گوناگون مبتلا شدند. سال گذشته تنها در بلخ ۸۰ نفر قصاب به دلیل آلوده شدن به بیماری حیوانات جان شان را از دست دادند. در صورت ای که حیوان به این مسلخ آورده شده، معاینه صحی شود و بعد از آن ذبح می‌گردد در غیر آن کشته نمی‌شود، جامعه و مردم نیز از امراض گوناگون مصوون می‌ماند، حفاظت از  جامعه از مسوولیت های ماست"‌.
در این مجلس وزیر زراعت تاکید به انکشاف زراعت کرد. وی گفت که افغانستان بستر کشت همه چیز میباشد، اقلیم مساعد، آب فراوان، نیروی بشری کافی، خاک حاصلخیز، 
محفل با دعایه و افتتاح فعالیت و کشتن چند گوسفند خاتمه یافت. همچنان وزیر زراعت از ساحات مختلف این مسلخ بزرگ دیدن کرد. 
مسلخ مزار یکی از ۵ مسلخ بزرگ کشور می‌باشد که به هزینه ۶ میلیون دالر  توسط وزارت زراعت ساخته شده و مجهز به همه امکانات عصری می‌باشد‌.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS