د کندهار د کب روزنې پر اړمنو فارم لرونکو د کبانو بچي وېشل کیږي

mail-admin
Wed, Jul 31 2019 11:58 AM
د کندهار د کب روزنې پر اړمنو فارم لرونکو د کبانو بچي وېشل کیږي

۹ زمری ۱۳۹۸
په کندهار کې د کبانو فارمونه په بې سارې توګه وده کړې او په تېرو اتو کلونو کې په دغه ولایت کې د کبانو روزنې یو زر او ۶۰۰ بابه لوی او کوچني فارمونه جوړ شوي دي.
د کندهار د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې په کندهار کې د کبانو روزنې شته فارمونه د کال شپږ زره ټنه غوښه تولیدوي، چې د کابل په ګډون ګڼو ولایتونو ته صادرېږي.
د کرنې وزارت د بڼوالۍ اومالدارۍ ملي برنامه «NHLP» ددې ولایت د کبانو روزنې د فارم لرونکو د ملاتړ په پار پر یوشمېر اړمنو فارم لرونکو د کبانو بچې وېشي. د کندهار دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي برنامې له خوا په سوېل زون کې پر فارم لرونکو د کبانو ۲۹۰ زره بچې وېشي، چې له دې ډلې د کندهار پر فارم لرونکو د کبانو ۱۶۰ زره بچې وېشل کیږي. 
د کندهار د کرنې، ابولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې په ۱۳۹۸ یم کال کې په دې ولایت کې د کبانو روزنې د فارمونو د پراختیا په پار یوشمېر پروژې په پام کې نویل شوي دي، چې په دغو پروژو کې د کبانو د هیچري جوړول، پر فارم لرونکو د کبانو بچي وېشل او د کبانو روزنې ۱۲ بابه نوي فارمونه جوړول شامل دي. 
په کندهار کې درې ډوله کبان «معمولي کارپ Common Carp، سلور یا سپین زر کارپ Silver Carp او واښه خوړونکي ګراس کارپ Grass Carp » روزل کېږي، چې ډېره ښه نتيجه یې ورکړې ده.
د چارواکو په خبره که دغلته د کبانو د فارمونو جوړولو لړۍ همداسې چټکه روانه وي نو په نږدې راتلونکې به کندهار د کبانو په يو لوى توليدوونکی ولايت بدل شي.
په افغانستان کې د کب روزنې د فارمونو شمېر دوه زرو ته رسیږي، چې ډېری یې په کندهار، هلمند، ارزګان، ننګرهار، لغمان، بلخ او نیمروز ولایتونو کې شتون لري او له دغو فارمونو څخه په کال کې څه باندې ۱۰ زره ټنه کبان تولیديږي.

Latest news

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

Mon, Aug 09 2021 12:36 PM
Background image

Three vegetable and fruit processing centers equipped in Balkh

Asad 18: August 9, 2021
Balkh Directorate of Agriculture, through a program to support to national priority program 2, with joint investment of 30% of the private sector and 70% of the. . .

BACK TO NEWS