د پکتیا ولایت د غصب د مخنیوی او غصب شویو ځمکو د تشخیص او تثبیت پلاوې څوارلسمه ناسته ترسره شوه
۱۳ سلواغه ۱۴۰۱ه.ش
۱۱ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۴ ه.ق
د پکتیا ولایت د غصب د مخنیوی او غصب شویو ځمکو د تشخیص او تثبیت تخنیکي پلاوی څوارلسمه غونډه ترسره کړه.
یاده غونډه چی د پکتیا ولایت ټولنیزو چارو ریاست په دفتر کې ترسره شوه چی پکې د پکتیا ولایت د غصب د مخنیوی او غصب شویو ځمکو د تشخیص او تثبیت رییس، تخنیکی هیئت غړو او د تیرې کمیټې پلاو ګډون درلود.
د یاد تخنیکي پلاوی غړو په جوړه شوې ناسته کې هر یو په خپل وار سره د تېرې اوونۍ راپورنه وړاندې کړل او د راتلونکې ورځی لپاره په پلان شوی عملي طرحه کې خپل نظرونه او مشورې د غونډی ګډونوالو سره کړل.
